ټولنه اوکلتوردینې لیکنېلیکنې

د امير المؤمنين عمر بن الخطاب«رض» حجونه

صبغت الله

امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خپلو واليانو او عمالو کلکه څارنه کوله، د هغوی د څارنې لپاره يې خلک ټاکلي و، ور يې د رعيت په وړاندې خلاص و، د خپلو عمالو او مسوولينو په اړه يې د هغوی شکايتونه اوريدل، د دې لپاره چې شکايتونه مستند واوريدل شي او رسيدګي ورته وشي، امير المؤمنين عمر رضي الله عنه خپلو واليانو ته حکم وليږه چې د حج لپاره مکې مکرمې ته راشي، ځکه هلته له ټولې اسلامي نړۍ څخه حاجيان صاحبان راټوليږي، نو که کوم مسلمان له خپل والي او مسوول څخه شکايت لري مخامخ به امير المؤمنين عمر رضي الله عنه ته د مسلمانانو په ستره تجمع کې ورسيږي.

مسوولين او عام مسلمانان ناست دي، امير المؤمنين د وينا لپاره پورته شو او ويې ويل: ای خلکو! ما خپل عاملان د حق لپاره پر تاسې ټاکلي دي، د دې لپاره مې ټاکلي چې تاسې ته ستاسې دين درزده کړي، د خپل نبي سنت دروښايي او ستاسې ترمنځ عدل وکړي، د دې لپاره مې نه دي ټاکلي چې تاسې ووهي، يا ستاسې وينې توی کړي، يا ستاسې مالونه وخوري، نو په هر چا چې کوم والي ظلم کړی وي په همدې مجلس کې دې پورته شي، قسم په الله زه به يې غچ اخلم.

يوازې يو نفر پورته شو، ويې ويل: امير المؤمنينه! ستا عامل زه (ناحقه) سل درې وهلی يم.

امير المؤمنين والي ته: سل درې دې وهلی؟ پورته شه چې غچ درڅخه واخلي.

د مصر والي ستر سياستپوه عمرو بن العاص رضي الله عنه ټوپ کړ او ويې امير المؤمنينه! که يو مسلمان په يو ولس والي وي او خپل رعيت کې يو چا ته د ادب په خاطر وهل ورکړي، ته به له والي څخه غچ اخلې؟ دا ور دې که پرانيست په واليانو او مسوولينو باندې ډيره درنه تمامه شي، راتلونکي مسلمان واکمنان به هم ستا د دغې طريقې اتباع پيل کړي.

عمر رضي الله عنه، هو قسم په خدای چې هرو مرو به يې غچ اخلم، ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی و چې حتی خپل ځان يې غچ اخستلو ته وړاندې کاوه. ورپورته شه او خپل بدل ترې واخله.

عمرو بن العاص رضي الله عنه وويل: بيا نو اجازه راکړئ چې دا مسلمان راضي کړو.

امير المؤمنين وويل: سره جوړ شئ.

راوي وايي: واليانو هغه په دې راضي کړ چې د پشقوزې د هر ګذار په بدل کې به دوه ديناره ورکوي. بيا عمر واليانو ته وويل: خبردار! مسلمانان مه وهئ چې ذليله نشي، له حقوقو يې مه محروموئ چې کفر ته مجبور نشي، د سفرونو پر مهال ځنګلونو پړاو مه اړوئ چې مسلمانان درڅخه ضائع نشي.

دا حديث امام ابو يوسف رحمه الله په خپل کتاب الخراج کې امام احمد رحمه الله په خپل مسند کې، امام ابو داوود په خپل سنن کې امام حاکم په مستدرک کې، بيهقي په سنن کبری کې او د احاديثو ګڼ شمير نورو کتابونو روايت کړی دی.

دا حديث چې ما ولوست د امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د ډيرو حجونو کولو راز راته څرګند شو.

يادونه: امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د ژوند په وروستيو شيبو کې خپل زوی ته وصيت وکړ چې ۸۶ زره درهم بيت المال ته تحويل کړي دا په ما پور دي.

عبد الرحمن بن عوف ترې وپوښتل چې دا دې په څه مصرف کړي، ورته کړل يې حجونه مې پرې کړي.

ابن التين وايي: عمر پوهيده چې د دې غرامت پرې نشته (ځکه د مسلمانانو د امورو د انسجام لپاره يې دا مال مصرف کړی و) خو غوښتل يې چې د خپلو اعمالو د بدلې هيڅ شی ورته په دنيا کې ونه رسيږي ټول آخرت ته پاتې شي.

فرحمك الله يا عمر حكمت فعدلت, فأمنت فنمت.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *