افغانستان

د بهرنیو چارو وزیر په ولایتونو کې خپلو استازو ته: د اسلامي امارت د اقتصاد محوره  پالیسي د عملي کیدو په موخه، سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړئ

شریعت: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د نیمروز ولایت د بهرنیو چارو په ریاست کې له اړوندو مسؤلینو سره ناسته وکړه او هغوی ته یې په اړونده چارو کې لازمې سپارښتنې وکړې.

امیر خان متقي په دې کتنه کې وویل، چې د اسلامي امارت د متوازنې او اقتصاد محوره پالیسۍ د عملي تعقیب په موخه لازمه ده، چې سوداګرو ته تسهیلات برابر کړي تر څو د ورېښمو له لارې افغان سوداګرو ته د صادراتو او وارداتو ښه زمینه برابره شي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزیر د نیمروز د بهرنۍ نمایندګۍ د مسؤلینو کړنې وستایلې او هغوی یې وهڅول تر څو خپل خدمتونه له نورو اړونده اداراو سره په بشپړه همغږۍ ترسره کړي.

باید وویل شي، چې د بهرنیو چارو وزارت په نیمروز ولایت کې د استازولۍ لپاره نوې ودانۍ د ۹،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیرلې چې د تجهیز او په کې د عملي کار په موخه لازم تدابیر ونیول شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ډاکټر قلندر عباد په خپله وینا کې د انټي بیاټيکو پر وړاندې مقاومت یا AMR  نړیوال روغتيايي سېستم ته جدي ګواښ وباله او زیاته یې کړه، چې د نړۍ زیات شمېر هېوادونه په ځانګړي ډول مخ پر ودې هېوادونو د وګړو روغتیا ګواښي.

‏ډاکټر عباد دغه راز زیاته کړه، چې نه یواځې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په نورو مخ پر ودې هېوادونو کې هم خلک د مکروب ضد درملو په مصرف کې پاملرنه نه کوي او دا درمل په غير معقوله توګه استفاده کوي، چې دا ډول کار د Antibiotics په مقابل کې مقاومت ډېروي.

نوموړي وویل، چې افغانستان د AMR سره د مبارزې په برخه کې ژمن دی او همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې په دې برخه کې National Action Plan په بیا کتنې کار پیل کړی، چې په ۶ اهدافو تمرکز کوي.

‏ډاکټر عباد د دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د یوې جامع پالیسۍ جوړول او د پالیسۍ د تطبیق په برخه کې د لازمو مالي منابعو شتون او په لوړه کچه تعهد زیات اړين وباله او د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د پرمختللو هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

‏هغه د بېلابېلو هېوادونو د روغتیا او زراعت وزیران او معینان مخاطب کړل، چې د روغتیا پروګرامونه باید د سیاسي موخو ښکار نه شي او که روغتیایي پروګرامونه د سیاسي اجنډاوو او موخو تر تاثیر لاندې راشي دا به د سلګونو زره ماشومانو، میندو، او د لوړ عمره کسانو پر روغتیا اغیزې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *