افغانستان

د خاصې قطعې ځواکونو په چوکاټ کې ۴۳ تنه سرتیري وروزل شول

شریعت: د اسلامي امارت ۴۳ تنه مجاهدین د یو  لړمراسمو په ترڅ کې چې یو شمیر امنیتي او سیمه ییزو چارواکو په کې ګډون کړی وو، له قطعه خاص څخه فارغ شول.

شریعت: د اسلامي امارت ۴۳ تنه مجاهدین د یو  لړمراسمو په ترڅ کې چې یو شمیر امنیتي او سیمه ییزو چارواکو په کې ګډون کړی وو، له قطعه خاص څخه فارغ شول.

په دغه غونډه کې د لغمان امنیې قومندان مولوي نجیب الله بدخشي فارغو شویو سرتېرو ته په وینا کې وویل، چې په پوره صداقت او اخلاص به د اسلامي نظام حفاظت، ساتنه او پالنه کوي.

دغه راز فارغو شویو سرتېرو ژمنه وکړه، چې په پوره اخلاص سره به هېوادوالو خدمت کوي او هېڅ ورانکارې ډلې ته به اجازه ورنه کړي څو د دغه ولایت امنیت ګډوډ کړي.

د دغې غونډې په پای کې فارغو شویو سرتېرو ته د فراغت سندونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *