روغتیالیکنې

د خـولې بـدبــويي

Halitosis چې په ساده پښتو کې ورته د خولې بدبويي وايي، په نورو وختونو کې هم خو په روژه کې لږ ډېر پېښېدونکی، ناوړه حالت دی، چې ډېری وګړي یې تجربه کوي او په مقابل کې يې د ټولنې له ناخوښه احساس (عکس العمل) سره مخ کېږي.
د دغه حالت په اړه د ټولنې برداشت او عامه پوهاوی ایله تر یو څو خبرو مشهور او محدود دی. هغه دا چې دا ذاتي دی یا چې څوک له خوراک وروسته خوله نه صفا کوي یا نصوار، سګریټ او چلم کاروي، په هغو کې وي. نه! خبره تر دې ځایه نه ده، بلکې د خولې بدبويي هم یو ناخوښه او بد احساس لرونکی طبي/ روغتیايي حالت دی چې د پورته یادو شویو عامه خبرو نه پرته ګڼ نور لاملونه يې هم سبب
کیږي.
په انګلستان کې د Aesthetic Smiles په نوم د غاښونو د کتنځي ارقام ښيي چې ۲۰ سلنه وګړي تر یوه حده له دغه حالته کړېږي او تر ۹۵سلنه پورې بیا د ژوند په یوه نه یوه مرحله کې د خولې بدبويي تجربه کوي. خو دا چې Halitosis ارثي دی، که نه؟ نو د معتبرو روغتیايي/ طبي کتابونو له مخې داسې ۱۰۰ سلنه کره خبره نشو کولی چې هو، دی. البته ځينې څېړنې ښيي چې د Halitosis یو لامل ارثیت یا د جینونو (ارثي خواصو انتقالوونکي کوډونو) تغیر هم دی.
په دغه لړ کې د کاناډا د مونټریال پوهنتون (University Of Montreal) موندنې ښيي چې د خولې بدبويي ارثي هم ده. د څېړنیز ټيم مشر يې ډاکټر جین پري کرن وايي چې د ټایرایډ (چې دا جاغور یې مشهوره ناروغي ده) غدې ارثي عدم توازن د Halitosis سبب کېږي، پرته له دې چې د ژوند طرز (Life Style) مو غیر صحي او د خوړو انتخاب مو خراب
واوسي.
دغه راز په نیدرلینډ کې بیا د Radbound پوهنتون څېړونکيو یوه هالېنډۍ کورنۍ، چې ډېری غړو یې د خولې بدبويي لرله، تر څېړنې لاندې نیولو وروسته د خپلو موندونو په یوه برخه کې خپاره کړل چې: د SELENBP1 په نوم جین کې تغیر د هغه پروټین د له منځه خوړلو سبب کېږي، کوم چې د سلفر مرکبات «Methanethiol» تبدیلوي. دا د سلفر مرکبات د هغو بکتریاوو تولید دی، چې د خولې د بدبويي لامل کېږي. نو چې د دغو بدبويي د ختمولو لپاره مربوط پروټين نه شته. نو معلومه شوه چې Halitosis د جنیټيکي خرابي له کبله هم دی.
دا چې د خولې بدبويي ارثي ده یا نه ده؟ دا بېله خبره ده، خپله د خولې بدبويي ساري نه ده. خو هغه بکتریا (مکروب) چې د خولې د بدبويي لامل کېږي، له مختلفو لارو لکه: ښکولولو، د لوښو شریکولو، د بل چا د غاښونو برش له کارولو او حتی له کورنیو (اهلي) حیوانات، یو کس نه بل ته انتقالېږي. نو باید چې دغو مواردو ته پوره پاملرنه وکړو او له یو نسل نه بل ته د ارثي انتقال په اړه تازه، په کلیفورنیا کې د Dailley Dental Care په نوم د غاښونو د تداوي مرکز، ډاکټر، انتوني ډایلي وايي، چې داسې جین هیڅ نشته چې په Halitosis مبتلا والدینو نه دې دا مرض اولاد ته انتقال کړي. نوموړې زیاتوي، چې ځينې هغه معلوم / ښکاره ارثي حالات چې په مور او پلار کې وي، هم د دې ضمانت نه کوي چې دغه شی په اولاد کې هم واوسي او دوی کې د خولې بدبويي پيدا کړي.
د ارثیت او انتقال له بحث ور ها خوا، هغه حالتونه، فکټورونه او اسباب چې Halitosis ترې پيداکېږي او ټولنه ورته متوجه نه ده، دا دي:
۱ – د خولې خرابه حفظ الصحه: په کافي اندازه د غاښونو نه برش او نه فلاس (د تارونو یا ځانګړي چنګک دارې آلې په ذریعه د خولې صفايي) کول په خوله کې د هغو بکټریاوو د ځای موندنې سبب کېږي چې بدبويي رامنځته کوي.
۲ ـ د بکتریاوو وده: په خولې کې دغه بدې بکتریاوې (مکروبونه) د سلفر د مرکباتو د تولید لامل کیږي، کوم چې د دغه ناخوښه بوی عمده سبب دی.
۳ -د خولې وچوالی: دا چې لاړې خوله لمده ساتي او هم یې صفايي کې مرسته کوي، خو که کله د تندې یا د وجود د اوبو د ضیاع او یا هم د ځينو درملو له امله مو خوله وچه پاتې کیږي، یعنی د لعابو جریان کمېږي، نو پایله یې د خولې بدبويي ده.
۴ ـ د خوړو بد عادت: تېز بوی لرونکي خواړه لکه هوږه، پياز او نور، کارول هم په موقت ډول د خولې د بدبويي لامل کیږي.
۵ – د دخانیاتو او تنباکو کارول: دخانیات، سیګرټ، سیګار، نصوار او چیلم نه یوازې دا چې د خولې بدبويي سبب ګرځي، بلکې په خوله کې د ووریو د ناروغي او په بدن کې د نورو خطرناکو ناروغیو لامل هم دي.
ځينې روغتیايي ستونزې او مرضونه:
۱ – په تنفسي ناروغیو کې سیانیوزیټ، د برانکسونو التهاب او سینه بغل (نمونیا) کې د خولې بدبويي د هغو انتاناتو (مکروبونو) له کبله وي چې ځينې بدبویه کیمیاوي مواد ازادوي.
۲ – هغه هضمي ناروغۍ چې د معدې تیزاب په کې مرۍ او خولې ته راځي، نو د خولې خوند تیزابي او بدبويي منځته راوړي. دغه راز نورې ګڼې هضمي بدنظمۍ چې معده او کولمې اغېزمنوي، هم د Halitosis سبب ګرځي.
۳ ـ شکر چې کنټرول و نه ساتل شي، نو یو مخصوص حالت منځته راوړي چې په هغه کې زیات کېټونونه تولیدېږي، کوم چې خاصه بدبويي لري.
۴ – د ځيګر ځينې ناروغیو، لکه Cirrhosis (د ځيګر جال جال کېدل) چې زیاتره د تور زيړي له کبله پیدا کېږي، کې هم ځينې داسې مواد په بدن کې ازادیږي، چې د بدبويي لامل وي.
۵ ـ د پښتورګیو په عدم کفايي یا نورو پرمختللیو ناروغیو کې يې هم بدن کې د زهریه موادو د تجمع له کبله، Halitosis منځته راځي.
۶ ـ په التهابي امراضو/حالتونو لکه د بندونو مزمن التهاب Rheumatoid Arthritis کې هم ممکن د خولې بدبويي پيدا شي.
۷ ـ ځينې سرطانونه او تداوي یې هم د خولې فضاء تغیروي او د بدبويي لامل کېږي.
تدابیر او تداوی:
۱ -د خولې د حفظ الصحې مراعتول: په ورځ کې له دوو تر دریو وارې برش وهل، روزانه فلاس کول او مکروب ضد Mouth Wash (خوله مینځوونکې/پاکوونکې مایع) کارول په خوله کې د ضرري بکتریاوو او غاښونو د منګ له منځه وړلو غوره لارې دي.
۲ -کافي اوبه څښل: لازم مقدار یعنی په ورځ کې له دوو تر څلورو لېټرو پورې اوبه/مایعات څښل ضروري دي. په دې سره به مو د وجود د نور ضرورت ترڅنګ په خوله کې د لاړو / لعاب جریان هم درست ساتلی وي او هم به مو خوله وچه نه پاتې کېږي نو د خولې له بدبويي به ساتل شوي یئ.
۳ ـ صحي خواړه کارول: مېوې او سبزیجات ډېر او توند بوی لرونکي خواړه کم کاروئ. بل د هغو ژاولو کارول چې د بورې (په عاميانه اصطلاح شیکرین) مقدار یې کم وي او په سپکو / اسانه خوراکونو (Snacks) کې بیا د مڼو خوړل هم د لاړو تولید تنبیه کوي او هم خوله خوشبوداره او ښه صفا ساتي.
۴ – د تنباکو او نورو دخانیاتو پرېښودل؛ سیکرټ، سیګار او تنباکو پرېښودل، بیخي ډېر د خولې د بوی بلکې د خولې د ټول صحت د ښه ساتلو لپاره ضروري دي.
۵ ـ د غاښونو منظم چیک آپ: په دوامداره او منظمه توګه د غاښونو معاینې له پاره لاړ شئ.
۶ ـ د Halitosis دقیق سبب موندنه:
که له پورته تدابیرو سره بیا هم د خولې بدبويي ورکه / کمه نه شوه، نو اړوند ډاکټر / روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ، چې د ناروغي دقیق لامل مو پيدا او تداوي شي.

ذاهد الله نایل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *