راپورونه

د افغانستان زعفران په کور دننه او نړۍ کې څنګه بازار لري؟

زعفران د نړۍ تر ټولو ارزښتمن بوټی چې په ډېرو کمو هېوادونو کې کرل کېږي، په ټوله نړۍ کې ښه بازار هم لري، په ځانګړي ډول د افغانستان زعفران چې د ډېرو هېوادونو د پام وړ ګرځېدلي دي. خلک یې ډېر ځله د شین چای پر ځای ترې ګټه پورته کوي. یوازې چای کې نه، بلکې د خواړو او ډېر نورو شیانو کې ځينی ګټه اخلي. دا چې افغانستان دغه ارزښتمن بوټی په افغانستان کې څه ډول بازار لري او د نړۍ په سطحه په کوم ځای کې قرار لري، په دې اړه د زعفرانو یو سوادګر او متخصص بصیر احمد شېرزاد سره مو مرکه کړې دی.
پوښتنه: سږ کال د افغانستان د زعفرانو بازار څنګه ده؟
ځواب: د افغانستان زعفرانو بازار د یو کال څخه د بل کال پورې تغییر کوي، ځینی کلونه ښه وي او ځینی کلونه یې بیا بازار کمزوری وي. تېر کال د یو کیلو زعفرانو قیمت نږدې ۱۵۰ زره افغانۍ وه ولې سږ کال بیا دغه قیمتونه راښکته شوي دي.
پوښتنه: افغانستان د کومې سیمې زعفران ښه نوم لري؟
ځواب: په اوس وخت کې د هرات غوریان ولسوالۍ زعفران په افغانستان کې ښه نوم لري او ښه نتیجه یې ور کړې ده، د رنګ، بوی او خوند له پلوه د هېواد په سطحه نوم لري.
پوښتنه: په افغانستان کې څو ډوله زعفران پیدا کېږي؟
ځواب: په افغانستان کې دوه ډوله زعفران کرل کېږي: اول: د زعفرانو یو ډول دی چې تخم یې له هالنډ څخه افغانستان ته راوړل شوي، چې تر اوسه یې کومه ښه پایله نه ده تر لاسه شوې.
دوېیم: له ایران څخه افغانستان ته چې په ۱۳۷۲ کال کې کوم تخم راوړل شوی دی، د هغې نتیجه په افغانستان کې ښه او تر اوسه مو ترې ښه حاصلات ترې ترلاسه کړي، افغانستان کې دوه ډوله پیدا کېږي.
پوښتنه: په خپله د افغانستان زعفران کومو هېوادونو ته صادروئ؟
ځواب: په افغانستان کې هر کال نږدې ۳۵ ټنه زعفران تولید کېږي، چې دغه زعفران بیا د متحده عربي امارتو، ترکیه، چاپان، امریکا، هندوستان او د نړۍ څو هېوادونو ته صادر کېږي او ښه بازار لري.
پوښتنه: زعفران په څومره وخت کې ثمر ته رسېږي؟
ځواب: زعفران چې د سرطان، اسد او سنبلې په میاشتو کې کرل کېږي، بیا د ثور په میاشت کې ثمر ته رسېږي، یانې په اته میاشتو کې زعفران تر لاسه کېږي.
پوښتنه: له یو جریب ځمکې څخه څو کیلو زعفران تر لاسه کېږي؟
ځواب: دا نو د بزګرانو زحمت ته په کتلو ده، که ښه ساتنه یې وشي، نو د یو جریب ځمکې څخه دوه نیم کیلو وچ زعفران لاسته راځي. له بده مرغه ځينې کلونه بیا د زعفرانو بازار یو څه کمزوی شي، نو بیا یې بزګران د بل کال بازار په نیت سږ کال نه کري.
پوښتنه: په زعفرانو مو څومره پانګه اچونه کړې؟
ځواب: پینځه کاله مخکې مې په دوه جریبه ځمکه کې په زعفرانو ۵ لکه افغانۍ پانګه اچونه وکړه چې اوس یې د کښت او په زعفرانو د پانګې اچونې نه خوښ یم.
پوښتنه: په افغانستان کې د زعفرانو کار څنګه دی؟
ځواب: په افغانستان کې زعفران په خپله کرل کېږي، نږدې ۱۵۰ کلونو راهیسې په هرات کې کرل کېږي. له بده مرغه چې ورته پاملرنه کمه شوه او بیا ورته په کال ۱۳۷۲ کې د ایران څخه د زعفرانو تخم مهاجرو د ځان سره راړو چې د هرات په غوریان ولسوالۍ کې وکرل شول چې وروسته بیا د هېواد اته ولایتونو ته یې لمن اوږده شوه چې اوس د وخت ښه بازار لري.
پوښتنه: د زعفرانو بازار په افغانستان کې ښه دی که په نړۍ کې؟
ځواب: که قېمتونو ته وګورو، نو د افغانستان زعفران په نړۍ کې ښه ګرم بازار لري، ویل شو چې د افغانستان د زعفرانو بازار په نړۍ کې نسبتآ د افغانستان څخه ښه ده.
پیغام مو څه دی؟
بزګرانو ته مې دا پیغام چې د زعفرانو کرلو پر وخت خپل کښت ته زیاته پاملرنه وکړي تر څو ښه حاصل تر لاسه کړي. او دولت څخه غواړو تر څو د زعفرانو د پروسیس په برخه کې د بزګرانو لاسنیوی وکړي، تر څو د افغانستان د نوم لاندې نورو هېوادونو ته لاړ شي او ډېر حاصلات تر لاسه کړي.
زیارمل هوتک

زیارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *