افغانستان

د خیبر پښتونخوا چارواکي :افغان کډوال د پاکستان په ناامنه کولو کې هېڅ لاس نه لري

شریعت: د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت وایي چې دوی هېڅ داسې نښه نښانه په لاس کې نه لري چې وښیي، افغان کډوال د پاکستان په ناامنه کولو کې لاس ولري.
د خیبر پښتونخوا ایالت ځايي چارواکي دغه خبره په داسې حال کې کوي چې د پاکستان مرکزي حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستنې دویم پړاو پیل کړی دی. ایالتي حکومت زیاتوي چې دوی داسې کوم سند او مدرک نه دی موندلی چې افغانان دې د ناامنۍ په کومه پېښه کې تورن شوي وي.
د پاکستان فدرالي ادارې اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل له ۱۵ مې وروسته به په خپل هېواد کې افغان کډوال نه پرېږدي. ویل کیږي چې دا ځل ټول هغه افغانان شړل کیږي چې د
(افغان سیټېزن) کارتونه په لاس کې ولري. تر دې دمخه د پاکستان مرکزي حکومت له ایالتي حکومتونو غوښتي و چې د افغان کډوالو په اړه دې مالومات راټول او اسلام اباد ته دې واستوي.
د پنجاب او سند ایالتي حکومتو ان په روژه کې ویلي و چې دوی به له کوچني اختر وروسته د افغانانو د ایستنې چاره کوي.
د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت ویاند ویلي چې دوی تر اوس هېڅ لاسوند نه موندلی چې په چاودنو او نورو وسله والو پېښو کې د افغانانو لاس لرل ترې ثابت شي. نوموړي ویلي چې د افغان سیټېزن د ۳۶۰ زرو کډوالو مالومات یې مرکز ته لېږلي، خو دوی ته یې د بېرته ستنونې په اړه څه دي ویلي، خو که مرکزي حکومت ترې وغواړي نو دوی به اړ وي چې افغانان له دغه ایالته وباسي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د اډیاله زندان زنداني عمران خان لا پخوا د افغان کډوالو د جبري ایستنې مخالف و. خان ویلي و چې افغانان دې په زور نه ستنیږي. د پاکستان د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان په خبره اوس هم ولاړ دی او وایي چې په زور دې د کډوالو له ایستلو ډډه وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې ټينګار کړی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې دوی په هېڅ ډول بهرنيو ناقانونه اتباعو ته په خپل هېواد کې ځای نه شي ورکولی.
بل خوا، د بښنې نړيواله اداره وایي چې پاکستان بايد د افغان کډوالو د ايستلو په اړه د نړيوالو غوښتنې له پامه ونه غورځوي او نه هم افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي.
بل پلو، اسلامي امارت د افغان کډوالو راستنېدنې ته بشپړ چمتووالی اعلان کړی دی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي چې یوازې په تېر ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ته ۱.۷ میلیونه افغانان راغلي چې ۷۰۰ زره یې له پاکستان او یو میلیون له ایران څخه وو.
د کډوالو چارو د وزارت ویاند وایي، له ګاونډیو هیوادونو سره وخت په وخت غونډې شوي، دغه شان ددې وزارت استازي ترکیې او ایران ته تللي، څو هلته له نږدې د افغان کډوالو له ژوند و ژواکه خبر شي.
خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *