افغانستان

افغانستان د کاغذ له پلوه پر ځان بسیا شو

مسوولین وایي چې اوسمهال هېواد د کارټن او سپینو پاڼو د تولید له مخې پر ځان بسیا شوی دی. د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې یوازې په دغه ولایت کې د کارټن او اې فور ورقو څلور کارخونې فعاله دي.د امین کریم په نوم د یوې کارخونې مسوول وایي چې په دې کارخونه کې یې تر سلو زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. نوموړی وایي چې دا کارخونه یې د ۲.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړه کړې او په ورځ کې ۱۳۰ زره کارټنونه تولیدولی شي. د دغې کارخونې کارټنونه د پلازمېنې په ګډون ګڼو ولایتونو ته لېږدول کیږي. د کارخونې مسوولین وایي چې که د برېښنا ستونزه یې حل شي، په تولیداتو کې به یې لوړوالی راشي.
دا په داسې حال کې ده چې وړم کال افغانستان د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه سپینې پاڼې د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو ته صادر کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *