افغانستان

کابل – بیجېنګ د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې درېیمه دوه اړخیزه ناسته وکړه د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوندو سياسي څانگو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې اړوند میکانیزمنو درېیمه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سربېره د صنعت او سوداگرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو برخه درلوده. په دغه ناسته کې د چين له لوري د یاد هېواد د سوداگرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو برخه اخیستې وه. په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، د اجباري راستنوشوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا په برخه کې د چين پر مرستو بیاکتنه وشوه. افغان پلاوي د چين د مرستو د لا اغېزمنېدو په موخه خپل وړاندیزونه او سلامشورې چينايي اړوندو لوريو سره شریکې کړې. چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغانستان سره د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره تنظیمیږي. چينايي لوري همداراز ژمنه وکړه چې افغانستان سره د اجباري راستنوشوو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي. همداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه وکړه چې په چين کې د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بياپيل زمينه به هم برابره کړي. د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي په ځانگړې توگه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانگونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو پر صادراتو سربېرهد انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی وکړ. دغه راز دواړو هېوادونو په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوگر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختگونو اړوند خبرې اترې وکړې. چینایي لوري دغه شان افغان زده کوونکو ته د بورسیو د ورکړې د لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ. په دغه ناسته کې همداشان د واخان کوریډور پر پرانیستې، د چارو پر چټکتیا او اهمیت بحثونه وشول.

کابل – بیجېنګ د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې درېیمه دوه اړخیزه ناسته وکړه
د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوندو سياسي څانگو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې اړوند میکانیزمنو درېیمه ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سربېره د صنعت او سوداگرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو برخه درلوده.  په دغه ناسته کې د چين له لوري د یاد هېواد د سوداگرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو برخه اخیستې وه. په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، د اجباري راستنوشوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا په برخه کې د چين پر مرستو بیاکتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د لا اغېزمنېدو په موخه خپل وړاندیزونه او سلامشورې چينايي اړوندو لوريو سره شریکې کړې.
چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغانستان سره د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره تنظیمیږي. چينايي لوري همداراز ژمنه وکړه چې افغانستان سره د اجباري راستنوشوو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي. همداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه وکړه چې په چين کې د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بياپيل زمينه به هم برابره کړي.
د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي په ځانگړې توگه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانگونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو پر صادراتو سربېرهد انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی وکړ. دغه راز دواړو هېوادونو په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوگر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختگونو اړوند خبرې اترې وکړې.
چینایي لوري دغه شان افغان زده کوونکو ته د بورسیو د ورکړې د لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ. په دغه ناسته کې همداشان د واخان کوریډور پر پرانیستې، د چارو پر چټکتیا او اهمیت بحثونه وشول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *