سرمقالې

د دیموکراسۍ پیداوار

زموږ له ګران هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته داسلامي امارت مجاهدینو د ټولنیزو جرایمو په مخنیوي کې انتهایي ډېرې هلې ځلې کړې اوفوق العاده بریاوې یې هم ترلاسه کړې چې په ترڅ کې یې د فساد سلګونه منظم ډلګي تارومارشوي اودسترو فتنو زښته ډېرې دروازې هم تړل شوې دي.خوله بده مرغه د تېرشل کلن اشغال په زمانه کې دافغان نوي نسل دبې لارې کولو په موخه د میلياردونو ډالرو لګښت، شیطاني تبلیغاتو،ناوړه چاپېریال جوړولو اونورو ډېرو خطرناکو دسیسو دکارولو له امله طبیعی ده چې زموږ ټولنه کې یې خورا بدې اغېزې هم پاتې شوې دی. ددې ډول شیطانت غربي ماهرینو د دیموکراسۍ ،فردي آزادیواوحقونو دغولونکو شعارونو پرمټ وکولی شول چې خصوصاًپه ګڼ مېشتو ښارونوکې زموږ ځینې ټولنیز اصول مسخره اوکمرنګه کړي. ددوی دهمدې فعالیتونو په نتیجه کې پراولادونو دپلرونو، پرمېرمنو د مېړونو اوپرټولنو دمشرانو ،دیني علماؤاو مخورو اغېزکم اوکشرانو پرخپله مخه اوخپله خوښه ژوند کول خپل حق وګاڼه، دمشرانو نصحیتونه اوسپارښتنې یې شاته وغورځولې اودخپلو شیطاني هوسپالنو لاريې ونیوله.پایله داشوه چې اوس موږ په همدې پرتمینه ،حیاناکه اوپتمنه افغاني ټولنه کې یو شمېر داسې ځوانان هم ونیو چې په هیڅ ډول بدعملۍ نه شرميږي اونه مخ ترې اړوي. همدغه دغلو،اختطافچیانو، فحشا خپرونکو اونورو جرايمومرتکبین په حقیقت کې دتېرې شل کلنې دیموکراسۍ پیداواردی. مطلب دا چې دغه اوسني مجرمین چې هره ورځ دهېواد په مختلفو ښارونوکې دبېلابېلو جرمونو په ترڅ کې لاس په لاس نیول کېږي،اصلاً دهماغې ناوړه روزنیزې دورې پایله ده.دا مختلفې جرمي پېښې بیا په داسې وضعیت کې وخت ناوخته منځ ته راځي چې دامربالمعروف ادارې په شمول، اردو، پولیس او د نظام کشران اومشران یې ګرد سره په مخنیوي کې شپه ورځ ښه په اخلاص هڅه هاند کوي. البته بل لورته بیا دا زښته ډېرد شکر ځای دی چې د څښتن تعالی په خاص فضل پخوانۍ کرغېړنه اومفسده دوره پای ته رسېدلې اود خلکو دبې لارې کولو ټول پروګرامونه په ټپه درېدلې اوپرځای یې ښه په جدیت سره داصلاح اوسمون لپاره کارپيل شوی. خو د حکومت دهڅو ترڅنګ عام ولس هم مکلفیت لري چې له ټولنې دهرډول فتنې اوفساد ختمولو کې پوره پوره ونډه واخلي، خپل مسؤلیت ترسره اود خپلې کشرګونې د راتلونکې په اړه هېڅکله غفلت اوبې پروايي ونه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *