ټولنه اوکلتور

د فکري تزلزل ځينې نښې

۱ ـ د حالاتو او شرايطو د بدلون سره بېله اړتيا په شعوري ډول خپل لباس ته تغيير ورکول د فکري تزلزل نښه ده.
۲ ـ د نورو خلکو څخه په منفي تقليد بېله شرعي ضرورته د خپلې لهجې او خبرو سبک ته تغيير ورکول د فکري تزلزل نښه ده.
۳ ـ د حالاتو او شرايطو د تغيير سره بېله شرعي دليله خپل سياسي او علمي موقف ته تغيير ورکول د فکري تزلزل نښه ده.
۴ ـ د هر انسان په خبره بېله قوي دليله تر خپلې فيصلې تېريدل د فکري تزلزل نښه ده.
۵ ـ د افواهاتو او شايعاتو پر اساس حکم او اجرات کول د فکري تزلزل نښه ده.
۶ ـ د خپل حالت او رتبې د تغيير سره هم مهاله د اخلاقو تغيير د فکري تزلزل نښه ده.
۷ ـ په ژوند کې د رتبوي او اقتصادي بدلون وروسته د دوستۍ اصولو او رابطې ته تغيير ورکول د فکري تزلزل نښه ده.
۸ ـ په ژوند کې د رابطې او پريکون لپاره اصول او محور نه درلودل د فکري تزلزل نښه ده.
۹ ـ په دوستۍ کې بې دليله تفريط او په دښمنۍ کې بې دليله افراط د فکري تزلزل نښه ده.
۱۰ ـ په خوشحالۍ او غم کې د منفي احساساتو را پارېدل او عقلي اعتدال له لاسه ورکول د فکري تزلزل نښه ده.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *