بېلابېلې لیکنېلیکنې

د زندان خاطره ! دوهمه برخه

د ملي امنیت خطرناکه لومه!
کله به چې د بندي د تحقیقاتو مرحلې پای ته ورسیدې او بندي پلچرخی ته د لیږلو لپاره تیارېده، نو د ملي امنیت کسان به د ملا په جامه کې راتلل هغوی به تاسره په عادي ډول په یوه ځانګړي اطاق کې ناسته ترسره کوله، دوی واقعاً هم ملایان او اکثرو یې د معاصرو او پرمختللو مدرسو فارغین وو
دوی به درسره په فرش کړې خونه/اطاق کې کېناستل او په لومړي سر کې به یې درسره خواخوږي شریکوله او ویل به یې چې تاسو د دې هیواد سرمایه یاستئ او دا چې نن له تاسو نه کومه خطا ګناه ترسره شوې ، دا رنګې خطاوې له اٰدم علیه السلام او نورو انبیاؤ نه هم ترسره شوې، نو ته مه خفه کېږه، موږ ستا په درد پوه یو او پوره همکاري درسره کوو.
بیا به یې په خپل ملګري غږ وکړ، چې ورکړه قاري/ملا صیب ته یو څو روپۍ د خرچې لپاره، بل کس به جیب ته لاس کړ او ۳۰۰/۵۰۰ افغانۍ به یې درکړې
دوی به له تاسره لومړی ځل د ملګرتیا په دود لیدل او کتل کول، خو په دویم ځل به یې وړاندېزونه پیشنهادات درته کول، چې راځه له موږ سره همکاري وکړه.
زه یې چې کله وغوښتلم او خوږې خبرې یې راته شروع کړې، زه پوه شوم چې دوی همغه درباریان دي چې مخکې زه ورسره اشنا وم
دوی ډېرې خوږې خبرې راسره وکړې، ما هم د دوی په خبرو د تائید سر ښوراوه
خو یو څو ورځې بعد د دویم ځل لپاره چې څنګه راغلل، له ستړی مشي او خوږو خبرو وروسته یې له مانه هم د همکاري غوښتنه وکړه
ما ورته وویل: څه ډول همکاري له تاسو سره کولی شم؟
ویل یې آفرییین ـ ته به داسې وکړې چې موږ ته ځینې بندیان اقرار نه کوي، ته به د یو امارتي او مجـاهد په نوم له هغوی سره په کوټه قلفۍ یا پلچرخي کې اړیکې کلکې کړې او معلومات به ترې واخلې چې څومره جرمونه، قتلونه او … یې ترسره کړي، له کومو ډلو ټپلو سره اړیکه لري او څنګه خلک دي؟
ما ویل دا خو ډېره اٰسانه خبره ده، اما د یو بندي لپاره نه، ځکه زه خپله اوس ستاسو په ګمان تاسو ته مجرم یم، نو زه څنګه د بل مجرم(!) جرم تاسو ته معلوم کړم؟
ویل یې: نه کنه! ته خو مجرم نه یې، موږ له تاسره همکاري کوو او د ژر خلاصون لپاره دې هلې ځلې کوو، ما ویل چې داسې ده اول ما اٰزاد کړئ، کله چې زه د کامل حریت او اٰزادۍ احساس وکړم بیا به همکاري سره کوو
ویل یې: سمه ده، موږ له قاضیانو او څارنوالانو سره په پټه غوږ جنګوو او تا خلاصوو
بس دغه ډله پسې لاړل او ددویم ځل لپاره به یې له تاسره ملاقات نه ترسره کیدل
یو څه وخت بعد به بیا بله ډله راغلل، هغوی به هم ورته غوښتنې لرلې، خو بڼه به یې لږه متغیره وه، حتی د تلفون د ګرځولو ژمنه به یې هم درسره وکړه، چې موږ تاته ټلفون او د خبرو د ثبتؤلو آله هم درکوو.
له بده مرغه چې ځیني نادانه وګړي حتی ښه ښه مجاهدين به هم د دوی په خبرو وغولیدل او په زندان کې به یې جاسوسي کوله.
(په تښتیدلو ټامیانو کې د رحمت الله اندړ په نوم کس به تاسو پېژنئ؟
د ځینو ملګرو د معلوماتو پر اساس اندړ هم په اولو وختونو کې د مجاهدینو کلک ملاتړ، رابط او همکار پاتي شوی، خو چې کله بندي شو بس ددغو ظالمانو د شومو اهدافو ښکار شو او دغسې چاپلوس، جاسوس او ټامي ترې نه جوړ شو)
خو ددوی(د امنیت درباری آخوندانو) تر ټولو خطرناکه لوبه دا وه چې که تا همکاري کوله او کنه، دوی به په داسې ورځ ستا نوم په لاډسپیکر کې واخیسته چې نه د پایوازانو ورځ به وه او نه هم د مدافع وکیلانو، نو چې کله به په لوډسپیکر کې باشي غږ وکړ چې فلانکی ولد فلانکی دې راشي، نو ټولو بندیانو به دا شک کولو چې د فلانکی کس نوم یې نن څنګه او ولې واخیسته او چېرته لاړ؟
درحالیکه چې نن نه د پایوازانو ورځ ده او نه هم د مدافع وکیلانو د ملاقات ورځ.
هغه که ددوی همکار و او کنه خو بندیانو به په همغه کس بدګمانه کېدل او د بندیانو په منځ کې به یې په دغه ډول د نفرت، بدبینۍ او بدګمانۍ تخمونه شیندل.
نور بیا…

قاري توریالی تائب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *