لیکنېمقالی اوتبصرې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بیا د نن تر دواعشو

د خوارجو لومړی ظهور، او ورسره د هغه وخت د مسلمانانو خپلمنځۍ ستونزې
خوارجو پر هغه مهال لومړی ظهور وکړ چې کله حضرت علي کرم الله وجهه او حضرت معاويه رضي الله عنه يو اتفاق او سولې ته سره نږدې شول، د حضرت عثمان رضي الله عنه له شهادت وروسته حضرت علي کرم الله وجهه خليفه د مسلمانانو اميرالمؤمنين و ټاکل شو ، حضرت معاويه رضي الله عنه چې دا وخت پر شام باندې امير او والي و ، د حضرت عثمان رضي الله عنه د قاتلينو د قصاص غوښتنه يې وكړه، حضرت علي كرم الله وجهه ورته وويل لومړى بيعت وكه، بيا به د عثمان قاتلين قصاص كړو، په همدې باندې د دوى دواړو ترمنځ اختلاف راغى، جنګونه وشول، چې تفصيل يې په دا ډول دی.
د حضرت علي رض لښکر و (صفين) نومي ځای ته ورسېد ، حضرت معاويه رض ته حال ورغی ، هغه د خپل لښکر سره ورته راووت ، د حضرت علي رض د لښکر تعداد يو لک او شل زره و ، او د حضرت معاويه رض د عسکرو شمېر نوي زره و.
وبالاخره د دواړو فريقينو ترمنځ جنګ شروع شو ، جنګ ټوله ذي الحجة مياشت متصل روان وو ، البته د جنګ کيفيت داسې و، چې فقط يو يو ټولی به د هرې ډلې جنګ ته راوت ، په ورځ کې به يو وخت يا سهار او يا ماښام ، او کله کله به دوه وخته جنګېدل ، ټول لښکر يې جنګ ته نه را ايست د قتل عام او يو مخيز هلاکت له وجهې او په دې اميد چې ممکن سوله وشي ، د محرم الحرام مياشت چې څنګه را داخله شوه دواړو فريقينو سولې ته تلوار وکړ ، په اکثريت سره د سولې کوښښ هغه صحابه کرامو کاوه چې په دواړو ډلو کې يې حضور درلود ، مګر حضرت علي رض او حضرت معاويه رض دواړه پر خپل موقف ټينګ ولاړ وو، حضرت علي رض و معاويه رض ته ويل لومړی بيعت وکړه ، حضرت معاويه بيا ويل چې کله دې د عثمان قاتلين ووژل بيا بيعت درسره کوم.
لنډه دا چې د سولې خبرو هېڅ نتيجه ورنه کړه ، جنګ بېرته هماغسې روان شو لکه مخکې چې روان و، ټولی ټولی به جنګ ته راوتل ، لومړۍ اوونۍ همداسې جنګ روان و، تر دې وخته د دوی ترمنځ اويا جنګونه شوي وو، وروسته تر يوې اوونۍ حضرت علي رض اعلان وکړ چې سبا چهارشنبه به ټول لښکر جنګ ته وځي ، حضرت معاويه رض خبر شو ، په همدې شپه ټولو خپلې اسلحې راواخيستي ، د جنګ لپاره يې تيارولې، عمروبن العاص الاموي خلک جنګ ته هڅول چې په سبا کې ښه په مېړاني سره جنګ وکړي.
په سبا کې جنګ شروع شو ، جنګ تر ماښامه پورې په ډېر شدت سره مستمر روان وو ، فقط د لمانځه پر وقت يې وقفه د جنګ کول.
په دوهمه ورځ کې هم جنګ هماغسې روان و، خو راتلونکي شپې ته جنګ ډېر زور واخيست ، دغې شپې ته په تاريخ کې ليلة الهرير وايي او دا شپه د جمعې مبارکې وه ، په دې شپه دومره شديد قتال وشو چې مخکېنی ورته هېڅ ښکارېده، ابن کثير رح د دې شپې په باره کې وايي( ستونی وچ شو، تورې پڅې شوې، نېزې او غيشې ختم شول ، حتی دوه کسان به سره په جنګ وو، ستړي به شول بيا به دواړو ارام وکړ او له ارام وروسته به يې بيا جنګ شروع کړ تر څو چې په وينو به سره شول ، همدغه حالت روان و، د جمعې شپه سهار شوه ، لا هم جنګ روان و، د څاښت پر وقت اهل عراق د حضرت علي رض ډله پر اهل الشام د حضرت معاويه رض پر ډلې منتصره او غالبه شوه ، په دې جنګ کې د دواړو جانبينو څخه د (ابن ابي خيثمه په روايت) اويا زره کسان په شهادت ورسېدل ، پنځه څلويښت زره د حضرت معاويه رض د ډلې او پنځه ويشت زره د حضرت علي رض له ډلې وو.
انا لله و انا اليه راجعون.
له دې لويې فاجعې ورورسته يو شمېر ذي درايته کسان چې په دواړو طرفو کې وو، د جنګ له اوږدېدو او استمراره ډېر سخت ووېرېدل ، هسې نه چې د مسلمانانو لښکر ټول همدلته ووژل شي ، اشعث بن قيس الکندي خپل قوم اهل الکوفة ته داسې خطبه وړاندې کړه.
((ای ټوليه د مسلمانانو ، تاسو هغه څه وليدل چې تېره ورځ پېښ شول ، په رب قسم چې پر ما څومره عمر تېر شوی ما داسې سخته او هلاکوونکې ورځ نه ده ليدلې ، دا زما خبره ده شاهد و غائب ته ورسوي چې سبا موږ يو توافق کوو ، دا جنګ به عرب فناء کړي ، او عزتونه به لوټ شي ، او په الله قسم چې زه خپل پر ځان نه وېرېږم ، بلکې پر دې وېرېږم چې د مسلمانانو ښځې او عيال به د چا لاسونو ته ولوېږي ؟))
اهل الشام ږغ وکړ ای عراقيانو که تاسو موږ ووژنئ زموږ د اهل و عيال لپاره څوک شته ، که موږ تاسې و وژنو ستاسو د اهل و عيال لپاره څوک شته ؟ نور له الله څخه و وېريږئ ، پر دې پاتې لښکر د مسلمانانو رحم وکړئ.
کله چې د اشعث خبرې و حضرت معاوية رض ته ورسېدلې ويې فرمايل: په رب د کعبې قسم چې حق خبرې يې کړي، که چېرې موږ سبا هم په جنګ مشغول شو روم به زموږ پر اهل و عيال باندې هجوم راوړي ، او فارس به د عراقيانو پر اهل و عيال هجوم ور وړي ، د دې درک يواځې د بصيرت څښتنان کولای شي.
عمرو بن العاص و حضرت معاويه رض ته وويل چې علي رض ته قران کريم ور ولېږه ، د الله کتاب ته يې را وبوله ، همداسې وشوه ، د شام خلکو قرانونه را واخيستل ، د اسانو په غاړو پورې يې وځړول ، د دمشق تر ټولو لوی قرآن کريم چې لسو کسانو را اخيستی و،هغه يي هم راوړ ، بيا يې پر اهل العراق ور ږغ کړل ای عراقيانو زموږ او تاسو تر منځ د الله کتاب دی ، د هغه فيصلې ته به غاړه ږدو .
د دواړه فريقينو پر محاکمه او صلحه اتفاق ، او د خوارجو وارخطايي او ظهور

… نور بيا

 عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *