لیکنېمقالی اوتبصرې

فساد او مفسد پنځمه برخه

اخلاقي فساد:
په هره زمانه کې د اسلامي ټولنې يو ستر مشکل اخلاقي فساد دى چې په هر اړخيزه توګه يوه جدي ستونزه ده او په زياترو اسلامي هېوادونو، ټولنو او ځوانانو کې په سخته او وحشتناکه توګه خپره شوې،چې په سبب يې اسلامي ټولنه د لويو لويو اصلاحي چالشونو او ننګونو سره مخامخ کړې ده.
اخلاقي فساد څه شی دی؟
اخلاقي فساد د سمو فطرتي اخلاقو او نيکو ارزښتونو لري کول او پرېښودل دي او له دنيوي مبتذلو اخلاقو سره د ځان عادت کول او په خلکو کې يې رواجول دي.
د اخلاقي فساد لاملونه:
ممکن په هره ټولنه کې اخلاقي فساد ځان ته خاص لاملونه ولري خو په موږ مسلمانانو کې يې په عامه توګه لوی لامل د الله تعالی د شريعت او د رسول الله (ص) له سنتو څخه لرې کېدل او په ټوليزه توګه اسلام ته شا اړول دي او په خاص ډول لاندې شيانو ته د اخلاقي فساد د لاملونو په توګه اشاره کولای شو:
۱- د پوهې نشتوالی او د هوس ډېروالی:
دا يو حقيقت دی چې نېک اخلاق د انسان فطرت دی او انساني فطرت په دين او اسلام پېژندل کېږي نو په کومو خلکو کې چې د اسلام په اړه پوهه نه وي او د هوس پسې خلک روان وي طبعاً په هغوی که به اسلامي اخلاق هم شتون ونه لري او په اخلاقي فساد به اخته کېږي.
۲- فکري انحراف:
په دې خاطر چې د انسان اعمال د فکر او باور تابع دي نو په کومه ټولنه کې چې افکار فاسد شول طبعاً اعمال هم ورسره فاسدېږي چې اخلاق يې هم مهمه برخه ده، دا يو حقيقت دی چې زموږ په ټولنه کې نن په شعوري يا غير شعوري ډول کفري او غربي افکارو وده پيدا کړې،چې هم مهاله اخلاقي فساد هم خپل اوج ته ورسره رسېدلی دی.
۳- د کورنۍ کنټرول نه شتون:
په دې هر څوک پوهېږي چې فردي اصلاح د ټولنيزې اصلاح لپاره يو مهم اصل دی او فردي اصلاح هغه وخت ممکنه وي چې هره کورنۍ پر خپل هر غړي پوره کنټرول ولري او د هغه ورځني ټول فعاليتونه وڅاري، کله چې د کورنۍ ځينې غړي له کنټروله وځي او په خپلو نفسي خواهشاتو اخته کېږي طبعاًکورنۍ هم ورسره فاسدېږي او چې کله کورنۍ فاسده شوه ټولنه ورسره فاسدېږي ځکه چې کورنۍ د ټولنې بنسټيز جوړښت دی او له بده مرغه چې نن ډېر ځوانان او ځوانانې له دې امله په اخلاقي فساد اخته دي چې کورنيو يې د دوی په وړاندې خپل فعال رول سر ته نه دی رسولی او د دوی کنټرول يې په سمه توګه نه دی کړی او تر دې لا عجبه دا ده چې د کورنۍ مشران خپله په اخلاقي فساد اخته وي.
۴ – له علماوو سره مبارزه او د دوی د رول نشتوالی:
لکه څنګه چې موږ شاهدان يو اهل باطل په اسلامي ټولنه کې کوښښ کړی تر څو په ګڼو طريقو د علماوو يا روحاني رهبرانو رول په مسلمانانو کې کم کړی، تر څو خلک د جهالت او ناپوهۍ په دامونو کې راګير شي او د نورو فسادونو تر څنګ په اخلاقي فساد کې هم غرق شي ځکه په کومه ټولنه کې چې د علماوو پر خبره غوږ نه نيول کېږي يقيناً چې هلته به هر فساد خپل نهايي اوج او قدرت رسېږي.
۵- د اهل باطل ډېروالی:
دا معلومه خبره ده چې کله اهل باطل ډېر شي فساد او باطل به هم ورسره ډېريږي نو د اخلاقي فساد يو سبب هم د اهل باطل او فاسدو انسانانو ډېرېدل دي چې په ګڼو طريقو په اسلامي ټولنه کې فساد خپروي.
۶- له جومات او ديني مدرسو سره رابطه کمېدل:
دا يو حقيقت دی چې جوماتونه او ديني مدرسې په مسلمانانو کې لکه د معنوياتو لپاره چې ارزښتناکه منابع دي د ظاهري اصلاح لپاره هم بنسټيز مرکزونه دي ځکه په جوماتونو او ديني مدرسو کې خلکو ته د دين تعليم ورکول کېږي او چې څومره خلک ددين سره آشنايي پيدا کوي په هماغه کچه د فساد ګراف را ټيټېږي نو ځينې خلک چې په اخلاقي فساد اخته دي ممکن سبب يې دغه وي چې دوی د جوماتونو او ديني مدرسو سره رابطه نه لري.
۷- په اخلاقي فساد کې د رسنيو رول:
په هره زمانه کې د باطل او فساد لپاره د خپرېدلو آلې او سامانونه موجود وي خو زموږ په زمانه کې د ځينو رسنيو له لارې په ټولنه کې ډېر سخت اخلاقي فساد خپور شوی دی په خاصه توګه هغه رسنۍ چې په شل کلن جمهوريت کې يې د فسق او فجور خپرونې خلکو ته نشر کولې او هغه ټولنيزې رسنۍ چې خلک يې له لارې تل فحشاء او منکرات ګوري لکه فيسبوک او نور…
۸- د کفارو په خاصه توګه له غربيانو څخه په ړندو سترګو تقليد:
ځينې مسلمانان د ناپوهۍ له وجهې په پټو سترګو د کفارو او غربيانو څخه تقليد کوي ځکه د نورو فسادونو تر څنګ په اخلاقي فساد هم اخته کېږي.
د اخلاقي فساد څو بېلګې:
۱- په ځوانانو کې د منفي مينې او عشق احساس
۲- په کوڅو کې په نجونو پسې کتل
۳- په ځينو مبتذلو رسنيو کې له نجونو سره تماس او رابطه
۴- په تلويزيونونو او ټليفونونو کې د مبتذلو فيلمونو، سريالونو او انځورونو کتل
۵- په تالارونو، کافيشاپونو او اطاقونو کې د شراب څښلو او چيلم وهلو بانډار جوړول
۶-په ودونو کې د موسيقۍ مراسم نيول
۷- له نورو انسانانو سره د اسلامي اخلاقو سره متفاوته معامله کول
د اخلاقي فساد مخينوی:
په کومو هېوادونو کې چې اسلامي نظامونه حاکم وي په لومړي قدم کې هغه نظامونه مسئوليت لري چې د هر ډول اخلاقي فساد په وړاندې کلک ودرېږي او په ټولنه کې اخلاقي فساد له ريښو ختم کړي همداسې د يوه منظم مکانېزم له لارې له رعيت سره په همغږۍ د اخلاقي فساد سره مبارزه وکړي، په دويم قدم کې خلک هم له اخلاقي فساد سره په مبارزه کې بايد خپل مسئوليت سر ته ورسوي او د دې تر څنګ چې د خپل نظام تر شا بايد ودرېږي په خپله هم په انفرادي او ټولنيز ډول په نظام کې د مربوطه ادارو سره په همغږۍ د اخلاقي فساد پر ضد مبارزه وکړي.
د اخلاقي فساد درملنه:
که چېرې زموږ ځوانانو ځان په اسلامي اخلاقو سمبال کړي، ديني زده کړې پوره وکړي او د هر ډول دښمن په وړاندې ځانونه د پوهې او ځيرکتيا په وسلې مسلح کړي هېڅ وخت به د اخلاقي فساد غوندې په بربادوونکو شيانو باندې اخته نه شي، ځکه د اسلامي اخلاقو او ديني زده کړو په ذريعه په انسان کې حياء او غيرت پيدا کېږي او چې له هر چا سره حياء او غيرت پيدا شي بيا هېڅکله يادو ناروا شيانو ته لاس نه اچوي ځکه مضمون د حديث دی: چې کله حياء درڅخه ولاړه بيا نو هر کار چې دې زړه غواړي کوه يې. يعنې له هر انسانه چې حياء ولاړه شي بيا نو هر کار چې يې مخې ته راشي کوي يې.
همداسې د اسلامي تعليماتو په رڼا کې ځيرکتيا د دې سبب جوړېږي چې انسان دې خپل هر بربادوونکی دښمن وپېژني او د هغه د هر منفي پلان په وړاندې دي چټکه مبارزه وکړي چې په نتيجه کې د هيڅ منفي تبليغ او ناروا پروژې ښکار نه ګرځي.
که زموږ ځوانان د خپلو ديني پوهانو، علماوو، مساجدو او مدارسو سره نژدې رابطه ولري او په ځان کې ديني مقدسه روحيه او ايماني جذبه را ژوندۍ کړي زه سل په سلو کې ډاډه يم چې د هر ډول اخلاقي فساده نه تنها دا چې نجات پيدا کوي،بلکې د اخلاقي فساد پر ضد به تکړه مبارزين ورڅخه
جوړېږي.

 مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *