بېلابېلې لیکنې

د زندان خاطره

شپه په پخېدو وه، مستنطق مې بدل شو ، دا بل مستنطق دنګ او ښايسته ځوان و.
له ځان سره مې وويل: کېدای شي دا به ښه سړی وي او ګوزاره به راسره وکړي.
ځوان په چوکۍ کې کېناست او ماته يې په رډ رډ وکتل ،راته يې وويل،چې ته قاري توريالی يې؟
ما ورته وويل هو؛ويل يې: ماته ساده او ژر ژر ځوابونه راکوه ، زه نه غواړم چې تا وځوروم خو حقيقت به راته وايي او که حقيقت دې ونه ويل زه دې بيا هېڅ ډول خبرې نه آورم ، زه د شَکر ناروغي لرم او حوصله نه لرم
ما ويل سمه ده.
استعلام کې يې راته وليکل:
د بريد پر مهال په کوم ځای کې وې او څنګه دې بريد رهبري کاوه؟
ما ورته په ځواب کې وليکل: شاګردان مې رخصت کړي وو او زه د ويده کېدو لپاره د استادانو کوټې ته ننوتم خو چې څادر مې په سر راکش کړ نو درز او دروز شروع شو.
نور نو زه نه له بريده خبر يم او نه يې له رهبرۍ نه.
کاغذ مې ورته مخې ته کېښود.
ويې لوستل او اووووفففف يې له خولې نه ويسته او د خولې د بدبويۍ توپان يې زما د پوزې جغرافيايي سيمه وځپله.
په ډېر قهر له چوکۍ نه راولاړ شو.
دواړه لاسونه يې راته سرچپه ولچک کړل (چپه بست) يې کړم.

بيا يې په چوکۍ کېنولم زما د پښو زولنې يې د چوکۍ له پايې سره کلکې کلکې وتړلې او له زنګانه، نه ښکته د پښو په وچو هډوکو يې د اوږدې وسپنې ګوزارونه شروع کړل.
خدای شته چې ښه يې خولې کړم او بې دريغې چيغې مې ورته ووهلې.
سخت بد درد يې کاوه.
هر څه مې ورته ويل چې ته صبر رښتيا درته وايم، خو د ظالم زوی هېڅ غږ نه آورېده، د يوې کمې مودې لپاره ودرېده ايخوا دېخوا يې وکتل يو د وسپنې چوکۍ يې راواخيسته او وار يې راباندې وکړو نور نو زه هم په ځان نه يم پوی شوی او بې هوښه شوی وم.
يو وخت مې چې سترګې وغړولې.
ګورم چې په خپله کوټه کې پروت يم او نور بنديان ملګري مې راته د بورې شربت تيار کړی
شربت مې په يوه ساه تر ستونې تېر کړ او عجيبه خوند يې وکړ.
اوس مې هم د يخنۍ په موسم کې هماغه هډوکي خوږېږي او درد کوي.
پوره درې جوړې جرابې په پښو کوم او زېر دريشۍ هم آغوندم خو نرم نرم درد يې احساسوم او د شپې مې په خوبونو کې ځوروي.
مستنطقه! څه درته ووايم.

قاري توريالی تائب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button