عجیب معلومات

له مړينې وړاندې، د انسان کوم حس تر پايه کار کوي؟

د ژوندانه په وروستيو لحظو کې، کله چې شعور له منځه ځي، نو په دغه وخت کې هم دماغ د شاوخوا آوازونو تجزيه بيخي داسې کوي، لکه د يو صحتمند ځوان دماغ يې چې کوي. دا ادعا په يوه نوې څېړنه کې شوې.
د ساینټېفیک (علمي) راپورونو مجلې لخوا په خپاره شوي تحقيق کې ويل شوي: د مرګ په بستر د پراته تن خواخوږي چې څه وايي، کېدای شي چې دغه خبرې د مړ کېدونکي کس لخوا څه عکس العمل يا ځواب ونه لري. خو دا خوشې هم نه ځي، بلکې د مرګ پر خوله کې، کس ته سکون ورکولی شي.
د دغې څېړنې پر مهال د کاناډا په وينکوو ښار کې طبي ماهرينو په وروستيو شېبو کې د هوش او حواسو بايلونکو افرادو دماغي فعاليتونه د EEG يا د سر د برقي ګراف اخستلو ماشين په ذريعه تر څار لاندې ونيول، د EEG یا د سر د ګراف، مقايسه د روغو کسانو او نورو نویو هوش له لاسه ورکوونکو کسانو ترمنځ هم وشوه. د هر ګروپ لپاره مختلف زنګونه په ځانګړيو اندازونو کې وکړنګېدل.
دغه راز څېړونکو خاصې دماغي سيالې، MMN، P3A او P3B وليدلې. دا نښې يا سيالې هغه وخت په نظر راځي، چې دماغ د معمول خلاف اوازونو باندې پاملرنه راغونډوي.
څېړونکو ويلي، مرګ ته په نږدې ناروغانو کې د دغو سګنا لونو يا سيالو غبرګون په Tune يا مخصوص غږ د بدلېدو پر مهال وليدل شو، داسې ښکارېده چې په دغو کسانو کې د اورېدو حس له مړينې نه څو ساعته وړاندې هم داسې کار کاوه، لکه د روغو او ځوانو کسانو د اورېدو حس چې څه رنګې فعال وي.
د څېړنې له مخې، مرګ ته د نږدې (نور نو مړهٔ کېدونکو) کسانو، دماغو له مړينې څو لمحې وړاندې ځانګړي غږونه پېژندل، خو دا څرګنده نه ده، چې په دغه حالت کې څوک (مړ کېدوونکی) په شعوري توګه په اورېدونکو الفاظو سم پوهېږي يا نه!؟
څېړونکي وايي، دماغو د اوازونو په وړاندې غبرګون ښوده، مګر موږ ته په دې پوهېدل ناشوني وو، چې دوی دا غږونه پېژني که نه؟ يا په ژبه مو پوهېږي؟
خو بيا هم د دوی په خبره، له پايلو نه دا څرګندېږي چې مرګ ته نږدې کسان د خپلو خواخوږو او عزيزانو غږونو ته پاملرنه کولی شي او آرام ورته رسېږي.
څېړونکو زياته کړې، چې دا د يو چا د ژوندانه په وروستيو ورځو او شېبو کې اهميت لرلای شي، چې وګړي په شخصي توګه يا په ټيليفون او موبايل له دوی سره د مينې څرګندونه او خدای پاماني وکړي.

ژباړه: ډاکټر زاهد نايل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *