مقالی اوتبصرې

په انساني سرچينو کې د انګېزې اغېزې

نچوړ
په يوه سازمان کې انساني سرچينې او هغو ته د انګېزې ورکول يو له مهمو بحثونو دي چې بې له شکه سازمانونه خپلو اوږد محالو موخوته رسوي له دې امله ټولې ادارې اړ دي چې له هغو ساتنه وکړي، انګېزه ورکړي ويې هڅوي او هغو ته د پياوړ تياوو زمينه برابره کړي. په دې مقاله کې د انګېزې په مانا، ارزښت، موخو او داچې څنګه کولای شو د يو سازمان کارکوونکي و هڅوو لنډ بحث کوو.
کليدي کليمې: مديريت، انساني سرچينې، هڅونه، سازمان.
سريزه
د انساني سرچينو مديريت په ټولو ادارو، موسسو او سازمانونو کې يوه اړينه او بنسټيزه برخه جوړوي د انساني سرچينو د مشر مسئوليت دی چې د سالمې ادارې په را منځ ته کېدو کې کوټلي ګامونه پورته کړي، هغوی وهڅوي او په هر راز شرايطو کې يې کارکولو ته جوګه کړي.
په يوه سازمان کې انساني سرچينې هغه وخت اغېز لرلی شي چې کارکوونکي يې پوهه او خلاقيت ولري او د سازمان ټولو اوامرو ته پابنده وي، روزنه و ويني مادي او معنوي اړتياوې يې پوره شوې وي او د سازمان موخو ته د رسېدو لپاره وهڅول شي او د قوانينو په رڼا کې د فکر، آند او عمل آزادي ولري تر څو په آرام فکر د سازمان موخو ته د رسېدو لپاره کوښښ وکړي.
لومړی جزء- د انګېزې لغوي او اصطلاحي مانا: انګېزه په لغت کې هغه دليل ته وايي چې شخص د يوه کار لپاره هڅوي او يا انګېزه په لغت کې ترغيب او هڅولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه داخلي عواملو ته ويل کېږي چې د يوه کس د کړنې لامل ګرځي او يا انګېزه موخو ته د رسېدو لپاره د افرادو هڅول دي. (۳: ۱۰۰).
انګېزه هغه څيز دی،چې په انسان کې د ننه کړنې او فعاليتونه را پاروي، د انګېزې کچه د شخص د علاقمندۍ، تړاو او د هغه په ژمنتيا پورې تړلې ده. يانې په هره کچه چې يو کس خپلې دندې ته ژمن او علاقمنده وي په هماغه کچه د هغه انګېزه پياوړې وي او په هر راز شرايطو کې دکار لپاره چمتو وي.
دويم جزء- د انګېزې ور کولو لارې چارې: هغه فکتورونه او لارې چارې چې کولای شو د هغه پرمټ خپلو لاس لاندو ته انګېزه ورکړو په لاندې ډول يې موندلی شو:
۱- په چاورکې خپلواکي: خپلو مادونانو ته اجازه ورکړو او مزاحمت يې ونه کړو تر څو هغوی وشي کولی خپل کارونه په ښه توګه تر سره کړي، کله چې موږ خپلو لاس لاندو ته وخت ورکړو ترڅو خپل کار په خپله تر سره کړي هغوی د خپلواکۍ احساس کوي چې دا په حقيقت کې هغو ته يو ډول انګېزه ورکول دي(2: 68).
۲ – د مثبتو کارونو پېژندل او تائيدول: کله چې آمر تل د خپلو لاس لاندو منفي کړنې تر نيوکو لاندې نيسي او د هغو مثبتو کړنو ته پاملرنه نه کوي په حقيقت کې د کار کوونکو د خلاقيت مخه ډپ کوي او د هغو انګېزه له منځه وړي.
۳- اجازه ورکول ترڅو مادونان پر مختګ وکړي: انسانان په طبعي ډول دا ځانګړتياوي لري او غواړي چې په خپلو ورځنيو چاروکې پر مختګ وکړي،نو دا د يوه ښه او په کار پوه مدير ځانګړتيا ده ترڅو خپلو لاس لاندو ته د پر مختګ لارې چارې برابرې کړي او د نا اميدۍ پر ځای هغو ته انګېزه ورکړي او ويې هڅوي تر څو د خپل ځان، ادارې او سازمان د پرمختګ لامل وګرځي.
۴- ښوونه او روزنه: د دې لپاره چې يو مدير په يوه سازمان کې وشي کولای خپل سازمان لوړو موخو ته ورسوي زيار دې وباسي ترڅو خپلو کارکوونکو ته ښوونه او روزنه ورکړي ځکه چې ټول انسانان ښوونې او روزنې ته اړتيا لري، ښوونه ده چې انساني سرچينې سمبالوي ترڅو په راتلونکي کې مثبتې پايلې ولري.
کله چې يو مدير خپلو کارکوونکو ته د زده کړې زمينه برابره کړي په حقيقت کې يې هغو ته انګېزه ور کړي او هغوی يې لا کار او فعاليت ته هڅولي دي.
درېيم جزء – په يوه سازمان کې د انګېزې يا هڅونې موخې خورا ډېرې دی لکه: لومړی د سازمان پياوړتيا، يوه اداره يا سازمان هغه و خت پياوړی کېدای شي چې د هغې کارکوونکي فکري آزادي ولري تر څو وشي کولای ښې لاس ته راوړنې ولري او خلاق و اوسي. تجربو ثابته کړې چې که چېرې يو سازمان وغواړي په خپلو اداري او اقتصادي چارو کې بريالی وي او له خپلو رقيبانو نه شاته پاتې نه شي بايد متخصصه، خلاق، ځواکمن او با انګېزې کسان په سازمان کې وګوماري. دويم د کار کونکو رضايت، د کار کوونکو د رضايت په تر لاسه کولو کې د هغو هڅونه اړينه ده،ځکه چې انساني ځواک د پياوړتيا پايله ده او انګېزه د انساني سرچينو ځواکمنتيا ده.
درېيم د خلاقيتونو را منځ ته کول: پوهان د خلاقيت څخه رنګارنګ تعبيرونه لري او په بېلابېلو ډولونو يې تعريفوي. يو له هغو پوهانو هربرت دی چې وايي خلاقيت هغه فکر او آند دی چې يوه ستونزه يا يوه مسئله په ښه ډول حل کړي (۱۳۰:۱) اويا خلاقيت د ذهني قدرت په کار اچول دي د يو ښه فکر د رامنځ ته کولو لپاره (۱۳۰:۱) د ادارې پايښت د هغه د کارکوونکو په خلاقيت پورې تړلې ده ځکه که په سازمان کې خلاقيت او نوښت نوې اداره ورځ تر بلې کمزورې کېږي او نه شي کولای د ټولنې اړتياوې پوره کړي. په اداره کې د مدير دنده ده تر څو خلاقيت ته زمينه براره کړي او هغه خنډونه چې د خلاقيت مخه ډپ کوي له منځه يوسي.(۱۳۳:۱).
څلورم جزء – د هڅونې په لاره کې خنډونه: د هڅونې پر مخ ځينې ستونزې شته لکه: لومړی د چارو په پياوړتياکې بدلون، د هڅونې په لاره کې له خنډونو يو هم دادی چې که چېرې په يوه سازمان کې بشري بدلون له حرفوي پياوړتياوو پرته رامنځ ته شي او يا د اچې کارکوونکو ته په يوه وخت کې ډېرې دندې وسپارل شي چې هغوی و نه شي کولای په ټاکلي موده کې هغه تر سره کړي.
دويم دکارکونکو رواني او فرهنګي ارزښتونه په پام کې نه نيول: په کارکوونکو کې د روحي، فرهنګي، جنسي، مذهبي، او فزيکي پياوړ تياوو او د عمر توپير په پام کې نه نيول د هڅونې په لاره کې د خنډ او ځنډ لامل ګرځي. (۱۰۸:۱).
پايلې:
په اوسنۍ نړۍ کې د ژوند په ټولو برخو کې د پرمختګ او ځان بسياينې لپاره اړينه ده چې د مديريت له اصولو څخه چې يو يې د انساني سر چينو هڅونه ده ګټه واخيستل شي ځکه دا هغه مهارت دی چې د سازمان ستراتېژيکو موخو ته د رسېدو لپاره په لاره اچول کېږي، تجربو ثابته کړې، چې په هغه اداره يا سازمان کې چې سالم مديريت شتون ولري چار واکي او کار کوونکي په کې خوښ او سازمان ښه پرمختګ کوي.
اخيستنې.
1. رحمانی، عبدالطيف، کتاب اداره و مديريت (۱۳۹۷) کابل، سعيد خپرندويه مطبعه، دريم چاپ.
2. ستانکزی، محمد ناصر، کتاب مديريت تطبيقی منابع بشری، (۱۳۹۱) کابل، سعيد خپرندويه مطبعه.
3. جزنی، نسرين، کتاب مديريت منابع انسانی(۱۳۸۶) کابل، د نی خپرندويه مطبعه، پنځم چاپ.
4. رابينز، استيفن پی، ژباړونکی داکتر علي پارساييان او داکتر سيد محمد اعدايي سامی(۱۳۹۴) کابل، ايران ملي خپرندويه مطبعه. شپږ ويشتم چاپ.

پوهنيار عبدالقهار – مومنی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *