تاریخ او جغرافیهلیکنې

د شیخ الحدیث مولاناعبداللطیف اخونزاده ژوند او هڅو ته کتنه

امام غزالي رحمه الله په احیاء العلوم کې ویلي دي: العلماء سرج الأزمنة کل واحد مصباح زمانه یستضئ به أهل عصره. یعنې عالمان د زمانو څراغان دي، هر یو يي د خپل وخت څراغ دی، چې د خپل عصرخلک ترینه رڼااخلي. د یوه عالم وفات د امت لپاره ستر مصیبت او لوی زیان بلل شوی دی، خو دومره باید ووایم چې د یوه عالم او داعي وفات په دې زمانه کې چې څومره دخلکو ترمینځ عادي شمیرل کیږي، په حقیقت کې کوم عادي یا معمول رویداد نه دی.
شیخ الحدیث مولاناعبداللطیف اخونزاده رحمه الله د تاج المشائخ مولانا محمدعظیم (د عزيزاحمد خان کلاملا صاحب) زوی، د شيخ الحديث مولوي محمدنعيم مشهور په کوڼ اخونزاده ورور د افغانستان له لويو عالمانو او مشهورو پوهانو څخه ؤ، چې په ۱۳۶۲هـ ق/۱۳۲۰لمریز کال د لوګر ولايت د مرکز اړوند د هونى سفلٰى د کلي په يوه عالمه او فاضله کورنۍ کې زېږېدلى دى. مور بي بي يي چې په خټه سیده وه او ۱۳۶۵لمریز کال په کوهاټ کې وفات شوې، او هملته د زرگري د لويې مدرسې ترڅنگ خاورو ته سپارل شوې ده، ارواښاده دخپل وخت عالمه او فاضله میرمن وه، او په دیني علومو کې يي لوی لاس درلود.
پلار يي مولوي صاحب حاجى محمد عظيم چې د خپل وخت يو نوميالى عالم ؤ، د ملي قايد حاجي ميرو يس نيکه د ورور مير عبدالعزيز له اخلافو څخه شمېرل کېده، د ده د کورنۍ شجره د مير عبد العزيز پورې رسيږي، چې دغه مير عبد العزيز د ښالم خان چې په ځينو کتابونو کې د (شاه عالم خان) په شکل ليکل شوى دى زوى دى ښالم خان دکرم خان زوى او دملي قايد حاجي ميرويس نيکه پلار ؤ، د هوتکو ښالم خيله پښه د ده له نامه سره اړيکه لري، ښالم خيل دهوتکو پاچا خيل دي چې په نسبي پيو ند کې د ساګزيو هو تکو يو ښاخ دى .
مرحوم اخونزاده صاحب ابتدايي زده کړې له خپل عالم او فاضل پلار او له خپلې عالمې او فاضلې مور بي بي نه وکړې. په دیارلس کلنۍ کې ددودیزو فنونو په زده کړې پسې له کوره ووت او په مختلفو مدارسو کې يي دیني علوم ولوستل. مرحوم اخونزاده صاحب د خپل پلار په لارښوونه او پاملرنه د عربي او ديني علومو تحصيلات په ذوق سره شروع کړل، د لوگر د ځينو نامتو، متدينو علماء کرامو لکه شیخ المشایخ سراج العلماء والمشائخ شیخ الحدیث میر صاحب عبدالستار جان رحمه الله ، شیخ الحدیث مولانا فضل حق (د ملاحسن کلا ملا صاحب) څخه يي زده کړې وکړې. دلوړو زده کړو لپاره بیرته خپل فاضل او عالم پلار ته راغی او له هغه نه يي احادیث، تفسیر ولوستل. بيا د يو تکړه عالم، مشهور مقنع او جامع مدرس په حيث وپيژندل شو. له فراغت سره سم يي تدریس ته ملاوتړله او د لوگر ولایت د مرکز اړوند د گداخیلو په کلي (شلک) کې يي د امامت دسپيڅلې دندې ترڅنگ ددیني علومو تدریس پيل کړ. او د يو منلي او د فخر وړ استاذ په حیث مقرر شو د لرې لرې سیمو زده کوونکو ورته راتلل او له ده څخه يي استفاده کوله، دودیز دیني علوم لکه حدیث، فقه، اصول دفقهې، منطق، رياضي، فلسفې، کلام، معاني، او تفسير علومو کې تدريس کاوه. دده علمي شخصيت ورځ په ورځ د صالحه مقاماتو په توجه د استفادې مدار کېده. تر ۱۳۵۷لمریز کال پورې يي په همدې کلي کې په زړه پورې تدریس وکړ او بې شمېره شاگردان يي وروزل. د مرحوم اخونزاده صاحب د علم د فيض نه ډېرو اشخاصو فيض موندلى او د علمي ممتاز شهرت له کبله استاذ کل په حيث منل شوى ؤ، ډېر لوى لوى علماء، فضلاء، مدرسين، قضاة او لوى شخصيتونه اوس هم شته چې د اخونزاده صاحب په استاذۍ فخر کوي او ویاړي
کله چې په ١٣٧٣ لمريز کال د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو خوځښت پيل شو. دى هم د هغوى کلک ملاتړى او همکار شو ، ډیره موده يې په دې سپيڅلي صف کې د قضاء دنده اجراء کړه، د طالبانو مشرانو به مشورې ورسره کولې او ده يې پوره همکاري کوله. ده به د طالبانو په علمي پروګرامونو کې د لويو رجالو سره په علمي، اجتماعي مجالسو کې ګډون کاوه، او دده د علمي نظر د افق وسعت او د اجتماع د مصالحو سره په مينه لرلو هغوى ورته درناوی کاوه.
مرحوم اخونزاده صاحب د تاليف سره خاص ذوق درلود او په هر علم کې سختو درسي کتابو باندې حاشيې ليکلي دي او هم يي یو شمېر علمي، تحقیقي، تاریخي او ارزښتناک کتابونه لیکلي دي. نوموړي تر مرگه پورې يي قلم له لاسه ونه غورځاوه. او زیات شمېر تالیفات يي دصدقه جاریه په توگه ترشاه پریښودل. دتالیفاتو نومونه يي دادي:
۱ـ د رسالة البهیة فی رؤیة الهلال للصوم والفطر والأضحیة په نامه دخپل مرحوم استاد شیخ المشائخ میر صاحب عبدالستار جان رحمه الله رساله چاپ کړې او بیا يي د البرهان القدسیة په نامه ددې رسالې شرح لیکلې او چاپ کړې ده.
۲ـ دحضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت د ( التذکرة المکیة في سیرة النبویة، من بدأ تاریخها الی سنة ۱۴۰۰هـ ) په نامه په پنځو ټوکو کې په روانه او سلیسه عربي ژبه لیکلی او چاپ کړی دی.
۳ـ د افغانستان په مفاخرو او شخصیتونو په دریو ټوکو کې په عربي ژبه د (المفاخرالأفغانیه بالتراجم للعلماء والمشائخ مع عبر الملوک والأمراء فی المملکة الأفغانیة) په نامه جامع تاریخ لیکلی او چاپ کړی دی.
۴ـ تكميل المفاخرالأفغانية في خمس مجلدات. وذيل المفاخرالأفغانية في مجلد و معه الرسالة الفخرية.
او نور مشهور اثار…
اخونزاده صاحب له يوه پلوه درويش، عابد او زاهد ؤ، خو ورسره نوميالى عالم او محقق ؤ، پر خپلو افغاني رواياتو، زهد او تقوا ښو اخلاقو، تواضع او علمي پلټنو سخت ولاړ و، مجلس يې خو ږ او پراخ و، د خپلو تېرو صالحينو د علم او عمل ښه نمونه و مرشدانه شفقت محبت او مهرباني يې درلوده، او يو شمېر شاګردان يې پرېښوول چې په حقيقت کې د ده علمي ترکه ده. الله تعالی ده جناب ته ډير ښه صفات ورکړي وو. چاچې ليدلی ؤ او يا يې ورسره تعلق ؤ نو يقيناچې هغوۍ هم دده په دې ټولو صفاتو باندې اعتراف کوي. يوڅو صفات يې اجمالاًپه لاندې ټکو کې راټولوم:
شيخ صاحب (رحمه الله) په دې سربيره چې متبحرعالم ؤ، دمجاهدينو لپاره يې ديو ښه لارښود حيثيت درلود. ده به هميشه له مجاهدينوسره ليدل، هغوۍ ته به يې توصيې کولې او دخپل توان په اندازه يې ورسره دخير په چارو کې همکاري کوله. ده پخپل ژوندکې د تدريس او جهاد ترڅنګ دعامو مسلمانانو تنازعات هم حل کول او حتی د قومونو په سطحه به يې شخړې هوارولې.
وفات: حضرت شیخ صاحب (رحمه الله) د ۱۴۴۵ کال رمضان المبارک د میاشتې په ۲۲ د دوشنبې په ورځ په خپله مدرسه دارالمساکین
قدسیه کې د خپل مشر ځوی شیخ القران والحدیث مولوي عبدالمتین فیاض صاحب د دوره تفسیر په ختم کې شرکت وکړ او خپله تفصیلي وینا یې له حاضرینو سره شریکه کړه. د نورو کلونو په نسبت سږ کال په رمضان المبارک کې ډېر صحتمند و، د رمضان له پیل نه تر خپل وفاته پورې یې ټول لمونځونه په جماعت سره ادا کړل، په داسې حال کې چې له رمضان نه مخکې ډېر په تکلیف و، د پښو او سینې د تکلیف له امله تقریبا څلویښت ورځې جومات ته نشو تللی. سږ کال یې په رمضان کې د نورو کلونو په نسبت د قران کریم تلاوت زیات کاوو، په اخري عشره کې یې بیا د اولو عشرو په نسبت تلاوت زیات و، له لیکلو سره سره یې په اخري عشره کې په پنځه ورځو کې دوه ځله ټول قران کریم ختم کړ، په وروستیو ورځو کې یې ان تر پیشلمي پورې به تلاوت کاوه. د رمضان المبارک په وروستی عشره کې د روژې د ۲۹ په شپه یې له تراویح لمانځه وروسته په خپل جومات کې خپلو مقتدیانو ته تفصیلي وینا وکړه چې همدا یې خپله وروستۍ وینا وه. د روژې په ۲۹ د دوشنبې په ورځ یې د ماسپښین لمونځ هم په جماعت 3ادا کړ تلاوت یې وکړ، کورته راغی، تر مازیګره بیا تلاوت ته ناست و، اودس یې تازه کړ دمازیګر لمانځه له پاره جومات ته روان شو، جومات ته په لاره روژه په خوله د جومات له دروازې سره نږدې یې خپل روح رب لایزال ته په داسې حال کې وسپاره چې نه خپله تکلیف شو او نه یې بل څوک له ځان سره په تکلیف کړل، د هغو خلکو په وینا چې په هغه وخت کې ورسره و، د حضرت شیخ صاحب (رحمه الله) په وفات او د روح په قبض کې یوه دقیقه وخت هم نه دی تېر شوی.
جنازه یې د ۱۴۴۵ د رمضان المبارک په ۳۰ مه د سه شنبې په ورځ چې د اپریل (۹/۲۰۲۴) سره برابره وه په ۱۱ بجو د خیرآباد کیمپ په هدیره کې د شیوخو، علماءکرامو او د زرګونو کسانو په حضور کې د شیخ القران والحدیث مولوي عبدالمتین فیاض صاحب په امامت سره ادا شوه. وروسته په همدې هدیره کې خاوره ته وسپارل شو. په جنازه کې يي بې شمېره علماؤ او مشائخو گډون کړی ؤ. دبیلگې په توگه شیخ الحدیث مولانامحمداسماعیل رحماني (دامت برکاتهم العالیة)، شیخ الحدیث مولانا میر محمدفاروق (دامت برکاتهم العالیه)، شیخ الحدیث مولاناعبدالمالک حقاني الوزی(دامت برکاتهم العالیة)، شیخ الحدیث مولانا قلم الدین حقاني الوزی، د قاسمیه جامعيې مؤسس مفتي حبیب الله قاسمي، شیخ الحدیث مولانا عبدالصبور ، شیخ الحدیث خیرالله صاحب او نورو گنړو مشایخو يي جنازه کې شرکت
کړی ؤ.

مفتي محمدگل مفتل سعید

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *