افغانستان
د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم په اساس نوې ټاکنې وشوې
شریعت: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم
شریعت: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم په اساس یو شمېر وزارتونو کې له نوې ټاکنې څخه خبر ورکړې ده.
د ښاغلي مجاهد په ټویټ کې راغلي چې، د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم په اساس لاندې ټاکنې وشوې.
۱- د ټولګټو چارو وزارت مخکنی سرپرست ملا عبدالمنان عمري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شول.
۲- د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معینیت مخکنی معین ملا محمد عیسی ثاني، د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شو.