سرمقالې

د فلسطین غمیزه او د امت ناځواني !

دا وخت د فلسطین موضوع دګرد مسلمان امت لپاره له دوو جهتونو انتهایي ډېره مهمه ده. لومړی دا چې د یهودو غوندې سر کښه دښمنانو په لاس د اسلام د ړومبۍ قبلې مسجد اقصی د اشغال خبره ده، هغه چې د څښتن تعالی د لمنځونکي امنیت پکې خوندي نه دی او له اویا کالو راهیسې یې پرلپسې سپکاوی کیږي. دویم دا چې د همدې مبارک جومات او بختورې ځمکې خواوشا مسلمانان همېشه د یهودي او صلیبي یرغلګرو له خوا تر بدترین ظلم و زیاتي لاندې او د هیڅ ډول انساني حقونو خیال یې نه ساتل کیږي. په دې کې شک نشسته چې د اقصی چاپېره سیمې له پېړیو راهیسې د مسلمانانو، یهودو او صلیبیانو ترمنځ همداسې د جنګ جګړو د میدان په توګه پاتې شوې او زښته ډېرې ککرۍ پکې خاورې شوې، خو د مګړۍ بیا د یهودو او صلیبیانو د وحدت او مسلمانانو د خپل منځي اختلافاتو او بې باوریو له امله زموږ پر فلسطینیي وروڼو یو داسې ناوړه حالت راغلی چې مثال یې ان د چنګیزي یرغل پر مهال هم نه دی لیدل شوی. خصوصاً له تېرو پنځه نیمو میاشتو راهیسې خو هلته داسې کانې وشوې چې نه د فرعون په زمانه کې وي، نه د نمرود، اصحاب اخدود او تر هغو را وروسته. لنډه دا چې اوس هلته د صهیونیستانو له خوا پر عام ولس ړندې بمبارۍ کیږي، جوماتونه یې نړول کیږي، ماشومان د مورو پلار په مخکې وژل کیږي او پرده پوښې مېرمنې د خپلو مېړونو پر وړاندې لوڅيږي، تړل کیږي، اجتماعیجنسی تېری ورباندې کیږي، خاوندانوته یې ویل کیږي چې حتماً په رڼو سترګو ورګوري هم او بیایې اخر پای ورته وژني هم. یقیناً دا وضعیت په هیڅ صورت د زغملو نه دی، خو هی افسوس چې یا خود دوی په چم ګاونډ کې څوک با احساسه ملت وی او یا تر فلسطینه د افغان لښکرو د ورتګ کومه لار. له بده مرغه دا وخت افغانان نه د ورتګ لار لري او نه یې په نړیوال سیاسي ډګر کې څه غږ اورېدل کیږي، خو دلته زموږ ډېر یو عادي وګړی هم د فلسطین له درده ناخبره نه دی بلکې شپه ورځ ورته ځوریږي، دعاګانې ورته کوي او د افسوس آهو نه باسي. نو اې د غزې مجاهد او مېړني ملته افغان ولس درته سلام کوي، موږ وبښئ!
موږ همدلته خپل هېواد کې محاصره یو خو ستاسې بده ورځ د زړه په سترګو وینو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *