بېلابېلې لیکنېلیکنې

مسـافـره هــوا

د حوت وروستۍ شپې وې، هوا د بدلون جامې اغوستې وې، خپل سفر یې پیل کړی و، د غره له څوکو، په هواره او د غونډیو له لمنو یې د واورو پاتې غوټې هم له ځان سره ټولولې او داسې خوا ته یې نیت کړی و، چې هلته یو بل ژوند پیل کړي.
نوې جامې واغوندي، ځان هوسا کړي او د الهي خلقت ټولې ښکلاوې وخندوي، د رب ﷻ مخلوقاتو ته مینه ورکړي، د ورورولۍ، اتحاد او یووالي پر ټغر یې سره راټول کړي.
خیر څه به مو ستړي کوم! هوا خپل له امیدونو ډک سفر پیل کړ، له ځان سره یې نرم شمال، خوږه موسکا، شنه ګیاه، بېلابېل رنګونه، ښکلي مرغان او ډېر نور خواږه ملګري هم تیار کړل.
قدمونه یې واخیستل، سفر یې له میاشتو څخه هفتو، له هفتو څخه ورځو او له ورځو څخه ساعتونو ته نږدې شو، د پسرلي تر کوره و رسېده، د حمل په دروازه، دې لوی کور ته داخله شوه، د دې کور لوړو، ژورو، غرونو، باغونو، سیندونو، ویالو، ونو او بڼونو ورته د انتظار شیبې شمارلې، تر څو په سفر تللې هوا څخه د یوې مسافرې مور په څېر غیږ تاو کړي.
د ځمکي په غیږ کې، پراته ویده، بوټي او واښه د ژمي له اوږده ساړه خوبه د ماشومانو په څېر راپورته شول، د بارانو په رڼو اوبو یې خپلې خوبولې سترګې ومینځلې او په خندا یې خپله مسافره هوا تر لمن ونیوله، لاسونه یې ترې تاو کړل او هر یوه غوښتل چې دا په میاشتو مسافره تر خپل کاله و رسوي.
مسافرې هوا د غره په سر، ګورګورو، مماڼو، لمنځو، جلغوزیو او نښترو، خو د غرنو په لمنو او دښتو کې یې پر ګل ریحان، ګل لاله، ګل رېدې، ګل سمبل، ګلاب، رامبیل، چامبیل، ارغوان او پر کلیو، باغچو، کودرونو او ښارونو کې یې پر چینار، سنځلې او بېلابېلو ونو زرغونې پاڼې، رنګارنګ رنګونه او خوشبوګانې تقسیم کړې.
د سیندونو، نهرونو، ویالو او افشارونو اوبو ته یې شور ورکړ، مستې او په څپو یې کړې، د چینو پر غاړه یې په شنو چمنونو او شنېلیو کې مستې کې میلمنې کړې. د زاڼو قطارونه يې د شنه اسمان پر لمنه خواره کړل.
همدې تازه له سفر راستنې شوې له ځان سره د بلبلو، چڼچڼو او رنګارنګ مرغانو مهاجرې کډې تر بڼونو را و رسولې، بورا هم خپلې وزرې تر نازک ګلاب را تاو کړې، شونډې یې ور ښکل کړې او په چیغو، چیغو یې د خوشحالۍ اظهار ورته وکړ.
د ورېځو خړې لړې هم د غرونو تر څوکو راغلې، د غره پر لمن یې خپل پر اوښکو لوند څادر هوار کړ، آن د سمندر تر غاړه یې د سپینو پیشوګانو په څېر ځانونه را ورسول- فضاء يې بدله کړه، د سیند څخه پورته کېدونکې د هوس اسوېلي او د ورېځو ګردابونه سره ګډ شول، تا به ویل له کلونو مسافرې خویندې یو او بل ته غاړه ورکړي.
بلخوا کوچیانو هم د غرونو او پر شنو بیدیاوو د کیږدیو مراندې ټینګې کړې، په شنېلیو کې رمې خورې شوې، شپنو د پرتو غونډیو پر سر په شپېلیو کې د پسرلي د ښکلاګانو ستاینه کوي، کوچیانې د غړکو شاربلو ته پر ګونډو ناستې وې، د قُرتو پوزۍ له شلومبو ډکې د کیږدیو په مراندو پسې ځوړند وې.
د شیدو تر کټو ولاندې د اور لمبې خورې وې او نری دود ترې پورته کېدی. تر څنګ يې په دېره کې له کلونو ورکو سپین ږیرو یو او بل ته په خوشحالۍ غاړي ورکړې، بانډار يې تازه وو او د کلونو خاطرې یې یو بل ته
بیانولې.
بزګرانو ملاوې تړلې، بیل پر اوږو د خپلو کروندو پر خوا روان وو، تر څو فصلونه اوبه کړي او ډول ډول نیالګي کېنوي. ماشومان ډلې، ډلې د مکتب په لور قدمونه اخلي، کتابونه يې تر شاه ټینګ تړلي او د سهارګي نری شمال یې په مخ پرتو ویښتانو باندې لوبې کولې؛ معلم ورته په توره تخته د پسرلي موسم ښکلاوې رسم کړې وي؛ پر خوږه او خندانه لهجه ورته د ژوند لارې ښیي.
راځئ! موږ هم د دې مسافرې هرکلی وکړو. ونې، بوټي او ګلان وکرو، د خپلو خلکو او خپلو ځانونو لپاره دا وطن اباد کړو. د دوړو، ګردونو او بارودو بوی د ګلونو په معطرو وږمو ورک کړو، هم به مو روغتیا ته ګټه وي او هم به مو زړونه او ذهنونه خوشاله وي.
راځئ خپل ژوند د سپرلي په څېر په خوښیو پیل کړو- د خلکو ژوند ته خوښۍ- رنګونه، امیدونه، اتحاد، ورورولي او مینه ورکړو، خوښۍ یې یو پر دوه کړو، له نا امیدۍ او مایوسۍ څخه یې و ژغورو او یو داسې څه ورته ډالۍ کړو، چې ژوند يې پرې هوسا، ښکلی او له خوښیو ډک شي، تر څو هر ځل په پوره لیوالتیا او امید ستا یو ځای کېدو او راتلو ته انتظار
وکړي.
دا چې هر پسرلی ستا د یو کال عمر او ځوانۍ په بیه تمامېږي، نو دا دومره لوی قیمت درلودونکی څیز په ارزانه او بې بیه ونه پلوري، پوره خیال یې وساته تر څو ستا د ژوند د هرې هیلې غوټۍ په کښې و سپړېږي او ژوند دي پرې معطر شي.
لوی او مهربان الله تعالی پر خپلو بندګانو څومره نعمتونه او ښکلاګانې لورولې دي، خو له بده مرغه، چې ځینې سر زوري بیا د خدایﷻ د نعمتونو ناشکري کوي او په لوی لاس دغه ښایستونه بدرنګوي، پر ځمکه فساد خوروي او د خدای بندګان په ویر او غم اړوي.

ارسلا مفتون// ابرار بهیر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *