اعلامیې

د (مرغومې شپږمې) په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم
له نن څخه ۴۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د مرغومي په ۶ مه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ.
افغان مسلمان او خپلواک ملت د هيڅ یرغلګر اشغال او تجاوز نشي زغملی نو ځکه یې د شوروي یرغلګر په وړاندې ستر او سرتاسري جهاد پیل کړ، چې د لسو کلونو په جریان کې يې د وخت شوروي اتحاد ته د الله تعالی په نصرت او مجاهد ملت په قرباني ماته ورکړه او د هغوی ټول اشغالګر ځواکونه يې وشړل.
اسلامي امارت د خپل ملت په استازولۍ د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندي او د هغو په وړاندې د افغان میړني ولس جهاد او مبارزه ستايي.
افغانستان د هيڅ بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او بل چا ته هم اجازه نه ورکوي، چې زموږ حقه حقوق ترپښو لاندې کړي او په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه وکړي، افغانان د یوه اسلامي ملت په توګه غواړي له … 5مخ

نړیوالو سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او قوي اړیکې ولري، چې په هغو کې چاته هم د ضرر احتمال نه وي.
د افغانستان اسلامي امارت له ټولو لرې او نیږدې هېوادونو او جهتونو څخه غواړي، چې د اسلامي اصولو سره سم د ښو او پياوړو اړیکو په جوړولو او تأمینولو کې خپل مکلفیت ادا کړي ترڅو په سیمه او نړۍ کې د امن او سوکالۍ په لور ګامونه واخیستل شي او له پخوانيو جنګ جګړو راپاتې ناخوالې، ویجاړۍ او بې باورۍ له منځه لاړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *