اعلامیې

یونیسف: 80 ټنه طبي توکي د هرات زیانمنو ته رسوو

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي چې شاخوا ۸۰ ټنه طبي توکي یې ترلاسه کړي چې ډېر ژر به یې د هرات زلزله ځپلو زیانمنو ته ورسوي.
یونیسف وایي چې دا روغتیايي توکي په دې وروستیو کې لاسته ورغلي او ژر به یې د هرات ۲۴ زره کورنیو ته ووېشي.
یونیسف وروسته له هغه د روغتیایي توکو مرسته کوي چې تر دوی وړاندې نورو مرستندیو بنسټونو هم د هغه ولایت زیانمنو ته روغتیایي توکي رسولي دي.
له دې ورهاخوا د قطر هیواد په لګښت د هرات زیانمنو ته یو ګرځنده روغتون هم جوړ شوی و. د راپورونو له مخې دا ګرځنده روغتون په هر ډول ماډرنو طبي توکو سمبال دی.
افغان دولت هم په بېړه د هرات زلزله ځپلو ته له پلازمېنې الوتکې ولېږلې، ژور ټپیان یې پلازمېنې ته راولېږدول او د روغتیا وزارت سربېره دفاع وزارت هم ګڼ روغتیایي پرسونل هغه ولایت ته واستول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *