اقتصاد او رغونه
د نویو افغان بانکنوټونو بله کڅوړه راتلونکې میاشت کابل ته رارسېږي
د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یو غړی شاه محمد محرابي وايي چې نوي چاپ شوي بانک نوټونه به د مناسبې تګلارې پر بنسټ بازار ته وړاندې شي او دغه بانکنوټونه به د افغانیو پر ارزښت اغېز ونه کړي.
د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یو غړی شاه محمد محرابي وايي چې نوي چاپ شوي بانک نوټونه به د مناسبې تګلارې پر بنسټ بازار ته وړاندې شي او دغه بانکنوټونه به د افغانیو پر ارزښت اغېز ونه کړي. نوموړی وايي، چې د افغانیو بانک نوټونو بله کڅوړه به د ۲۰۲۳ م کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته راورسېږي. بل خوا، د کابل ښار اوسېدونکي وایي، چې زړو بانک نوټونو یې ستونزې زیاتې کړې دي. دوی له اسلامي امارت غواړي، چې نوي چاپ شوي بانک نوټونه بازار ته راوباسي. د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د تازه چاپ شویو بانکنوټونو رالېږدول د نغدو پیسو د کموالي اوسنۍ ستونزې هوارولای شي. تر دې وړاندې د افغانستان بانک د تفتېش کمېټې ویلي، چې یو نیم میلیارد نوي چاپ شوي بانکنوټونه افغانستان ته رارسېدلي دي.