اقتصاد او رغونه

افغان او ایراني پانګوال افغانستان کې تولیدي فابريکې فعالوي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغان او ایراني سوداګرو له هغه ګډ پلاوي سره لیدلي، چې وايي په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ابتدايي پانګې ګڼې تولیدي فابریکې فعالوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغان او ایراني سوداګرو له هغه ګډ پلاوي سره لیدلي، چې وايي په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ابتدايي پانګې ګڼې تولیدي فابریکې فعالوي. د مولوي عبدالکبير دفتر وايي یادو سوداګرو زیاته کړې، چې د وخت په تېرېدو به دوی د خپلې پانګې کچه نوره هم لوړه او ګڼو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړي. د سرچينې په وينا دوی زياته کړې، چې په تېر نظام کې یې هم په افغانستان کې کار او فعالیت پیل کړی و، خو د فساد او د دولت د نه همکارۍ له کبله یې خپل کارونه ودرول. ایراني سوداګرو ويلي، غواړي له افغان سوداګرو  سره په ګډه یو ستر شرکت جوړ او په افغانستان کې د کانونو او صنعت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. دوی له ا.ا څخه په دې اړه هر اړخیزه همکاري غوښتې ده. مولوي عبدالکبیر ويلي، دوی د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *