سرمقالې

د نړیوالو فشارونو پر وړاندې اغېزمنه مقابله

څرنګه چې د ملګرو ملتونو اداره، ټول لویدیځ هېوادونه او زیاتره سیمه ییز اتحادونه وخت پر وخت پر افغان حکومت نیوکې لري، فرمایشونه ورکوي او ډېری یې تعامل ته نه راوړاندې کیږي او یا د ځینو ځواکمنو هېوادو له لوري له تعامله ایساریږي، طبیعی ده چې د دې ډول وضعیت دوام خامخا زموږ نظام او خلکو ته یو لړ ستونزې جوړې کړې او زموږ د پرمختګ په لار کې یې ډېر خنډونه هم اچولې دي. البته د اسلامي امارت مسئولین سره له دې چې د قادر خدای په نصرت باوري او په هر ډول سختو حالاتو کې یې پر هماغه ذات توکل او بروسه کړې او له خپلې برحقې داعیې یې هیڅکله تنازل نه دی کړی. خو ددې ترڅنګ موږ بیا هم پردې مکلف یو چې تر خپله وسه هم خدای راکړی عقل او حکمت په کار واچوو او هم له شته اسبابو کار واخلو- بنا‌ء پردې له موجوده مشکلاتو سره د مقابلې لپاره خپله زموږ د عقل او تجربو غوښتنه داده چې د اسبابو له جملې تر ټولو اهمه وسیله چې د خپل رعیت ملاتړ او خواخوږي ده، په ښه ډول ځان ته را جلب او همدا خپل ملت په هره ستونزه کې خپل څنګ ته راوبلو- خودا چې په څه ډول د خلکو ملګرتیا او خواخوږي راجلبولی شو، واضحه ده چې خلک به هم له حکومت نه څه هیلې لري او هر کله چې هغوی په حکومت کې د خپلو ارمانونو پوره کېدل وویني، حتماً به یې ترڅنګ دریږي. د مثال په ډول عوام ددې ارمانجن دي چې مشران یې عادل او رښتیني اشخاص وي- مطلب داسې نظام ولري چې د هر مظلوم او کمزوري غږ پکې اورېدل کیږي، داسې نظام وي چې مسئولین یې پرهیزګار، له رشوت نه پاک او د بیت المال په هکله انتهايي ډېر محتاط وي- همدارنګه د حکومت زیاتره لویان د یوه قوم او یا کومې خاصې طبقې اړوند نه وي بلکې پرته له کومې خاصې قبیلې، طبقې، ذوق او ملګرتیا هر با احساسه، صالح او وړ شخص ته پکې ځای ورکول کیږي او په دې توګه د ګرد ملت له شریک بیت المال نه ښه په عدالت سره د ملت هر وګړی ته مناسب خدمات ورسیږي او داسې نه وي چې زیاتره برخه یې د لویانو چارواکو په هوساینه او پالنه کې مصرف شي. لنډه دا چې هر کله د رعیت زیاتره خلک له دې پلوه ډاډه وي نو هیڅ شک نشته چې بیا به خلک هم په هر ډول حالاتو کې د خپل حکومت ترڅنګ ولاړ او په ګډه به له هر ډول بهرنیو فشارونو سره په مېړانه مقابله کوي- همدا یوه ډېره تجربه شوې نسخه ده او پرته له دې هیڅکله د کوم نظام ټینګښت او دوام نه شي تضمین کېدی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *