تاریخ او جغرافیهلیکنې

د عطاء بن ابي رباح د علم شغلې

امام ابو حنیفه رحمه الله وایي: چې یو ځل د حج د مناسکو په پنځو احکامو کې تېروتم، چې د حجام(نايي) څخه مې زده کړل. هغه دا دي: کله چې مې د احرام څخه د وتلو په خاطر د سر خرېیل غوښتل نو نايي ته ولاړم پوښتنه مې ورځینې وکړه چې سر مې په څو کلوې!؟
هغه وویل: الله (ج) دې درته هدایت وکړي په عبادت کې بیه نه شته کېنه څه چې دي خوښه وي را يې کړه.
زه خجل او شرمنده شوم او د سر کلولو ته کېناستم. هغه راته اشاره وکړه چې مخ په قبله کېنم، په دې سره مې شرم او خجالت نور هم زیات شو.
بیا مې د خپل سر چپ طرف ور وړاندې کړ چې کل یې کړي. هغه راته وویل: ښی طرف دي راواړوه. بیا مې ښی طرف ور واړوه. هغه زما د سر په خرېیلو پیل وکړ او زه چپه خوله یم او هغه ته په حیرانتیا ګورم. هغه وویل: ولې چپ ناست یې تکبیر وایه، تکبیر ویل مې پيل کړل. کله چې د تلو په اراده پورته شوم. ویې ویل چيرته ځې؟ ما وویل: غواړم خپلې دېرې او قافلې ته ولاړ شم. هغه وویل: دوه رکعته لمونځ وکړه بیا چې دي چېرته خوښه وي هلته ولاړ شه.ما دوه رکعته لمونځ وکړ. بیا مې د ځان سره وویل: د دې احکامو بیانول د دې نايې د وس کار نه دی دا به ضرور عالم وي. پوښتنه مې ورځینې وکړه. د حج کوم احکام دي چې ماته و ښوده دا دې له چا زده کړي دي؟
هغه وویل: ما عطاء بن ابی رباح ليدلی چې همداسې یې کول، ما له هغه څخه زده کړي او ډېر خلک مې هغه ته ور لېږلي، چې علم ورڅخه واخلي.

راټولونه: ارسلا مفتون / ابرار بهیر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *