نړۍ
د پاکستاني مزایلو پر همکارو شرکتونو پراخ بندیزونه ولګېدل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، پر هغو څلورو شرکتونو سخت بندیزونه لګولي، چې د پاکستان بالسټیک او لیرې واټن ویشتونکو مزایلو لپاره یې خام توکي او اسانتیاوې برابرولې.
د پاکستان د بالسټیک مزایلو دغه مرسته کوونکي شرکتونه په چین او بلاروس کې فعالیت کوي.
له دغو شرکتونو یو یې په بېلاروس او درې نور یې په چین کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دغه شان بندیزونه معمولأ په هغو افرادو، بنسټونو او شرکتونو لګول کېږي، چې د ویجاړوونکو وسلو لپاره امکانات برابروي.
په بیلاروس کې د مینسک په نامه د تراکتور ټایرونو جوړولو شرکت، په چین کې د شیان لانج په نامه د ټکنالوژۍ پرمختګ شرکت، د تیانجین نړيوالې خلاقۍ سوداګرۍ شرکت او د ګرانپیت نوم هغه نور شرکتونه دې چې تر دې دمخه پرې امریکا بندیزونه لګولي دي.