افغانستان

د پاکستان له زندانو څه باندې ۳۰۰ افغانان خوشې شول

شریعت: د پاکستان له زندانونو څخه د افغانانو د خلاصون لپاره د افغان حکومت د هڅو په دوام کې، دا ځل تر درې سوه

شریعت: د پاکستان له زندانونو څخه د افغانانو د خلاصون لپاره د افغان حکومت د هڅو په دوام کې، دا ځل تر درې سوه ډېر کسان د پاکستان له زندانونو څخه آزاد او افغانستان ته ولېږل شول.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سیند ایالت د یو بل ښارګوټي حیدرآباد له زندان څخه (۳۰۳) تنه افغانان چی (۶۳) زنانه او (۷۱) ماشومان پکې شامل دي؛ آزاد ‏او خپل وطن ته په ۶ بسونو کې ولیږدول شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د لارې کرایه، خوراک، څښاک او پوښاک ټول مصارف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لارښونې سره سم د سفارت او قونسلګرۍ لخوا ورته اجرا شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *