افغانستان

پوهنې وزارت: نجونې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته تللی شي

پوهنې وزارت په یوه مکتوب کې خپلو اړوندو پوهنیزو ادارو ته امر کړی چې په ځینو ولایتونو کې د نجونو دیني مدرسې او له شپږم ټولګي د ښکته ټولګي د نجونو زده کوونکو پرمخ د سیمه ییزو چارواکو له لوري تړل شوي ښوونځي بېرته بشپړ پرانیستل شي او له لومړي تر شپږم ټولګي زده کوونکې نجونې په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې زده کړې کولی شي. یاد مکتوب چې د صدور نېټه یې د مرغومي د میاشتې ۱۸مه ښودل شوې د پوهنې د چارسمبالي حبیب الله اغا په لاسلیک خپور شوی دی. د پوهنې وزارت دا مکتوب د باختر اژانش مشر عبدالله واحد ریان بي بي سي ته تایید کړی دی. د پوهنې د سرپرست وزیر د مکتوب له مخې، له شپږم ټولګي ښکته د زده کړو هغه ټولګي چې د موسسو لخوا تطبیقېږي او د پوهنې وزارت لخوا د فعالیت جواز لري، د هغوی ښځینه زده کوونکې خپلو زده کړو او ښځینه ښوونکې یې خپلو دندو ته د شرعي حجاب په مراعتولو دوام ورکولی شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *