افغانستان

د پروان د احصائیې ریاست څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د پروان د احصائیې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.د پروان د احصائیې او معلوماتو رییس مولوي شفیق الله شهزاد د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه ریاست په ۱۴۰۱ کال کې د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د برېښنايي، کاغذي پېژندپاڼو، د زېږون او مړینې کارتونو، د کاغذي پيژندپاڼو د تثبیت او اصلاح کولو څخه ۱۶ میلیونه ۱۴۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي، چې د پروان مستوفیت دغه ریاست ته ۱۵ میلیونه افغانۍ هدف ټاکلی و.
د یادونې وړده چې د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د برېښنايي پيژندپاڼو د وېش دوه فعاله مرکزونه لري، چې يو يې د پروان په مرکز او دويم يې په سياه ګرد ولسوالۍ کې دی، چې د برېښنايي تذکرو غوښتونکي کولای شي د يوې اوونۍ په اوږدو کې برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *