افغانستان

د پشتردو – خاکسفید غځېدلي سړک چارې پیل شوې

په فراه ولایت کې د پشترود او خاکسفيد ولسواليو د سړک د بيارغونې چارې د ولايت مقام د استازي مولوي عبدالمالک «اسامه»، علماوو شورا د غړو، بيارغونې کمېټې د مسئؤل میراحمد اکا، ټولګټو چارو رياست رئیس مولوي عبدالمالک «معتصم»، اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس محمد عبدالحي «سباوون»، پشترود ولسوالي ولسوال ملا محمد انور «فيروز» او يو شمير نورو مسؤلينو په ګډون پيل شوې.د دغه سړک د رغنيزو چارو د پيلېدو پر مهال د فراه ولایت د ټولګټو چارو رياست رئيس مولوي عبدالمالک «معتصم» باختر خبري آژانس ته وويل؛ چې دا سړک د شاوخوا (۴۰) کيلو متره په اوږدوالي د عاليقدر امیرالمؤمنین «حفظه الله» د ځانګړي فرمان او پيرزوينې له مخي د ځانګړې کمېټې له لوري جوړېږي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د دغه سړک د بيارغونې مالي لګښت معلوم نه دی، خو په وينا يې: مالي لګښت يې کار ته په کتو سره د بيارغونې د ځانګړې کمېټې له لوري ورکول کېږي.
ښاغلي «معتصم» همدارنګه زياته کړه؛ چې دغه سړک د اوس لپاره جغل کاري کېږي، خو د راتلونکي لپاره پلان شته چې په اساسي توګه يې د رغولو چارې هم پيل شي.
فراه ولایت د پشترود ولسوالي ولسوال ملا محمد انور «فيروز» بيا د ياد سړک پر بيارغولو خوښې څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د پشترود او خاکسفيد ولسوالۍ يو له هغو کرنيزو ولسواليو څخه دي، چې کرنيز محصولات يې د هېواد او نړۍ په کچه بې ساري دي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د ياد سړک په بيا رغولو سره به نه يوازې د سيمې د بزګرانو کرنيز محصولات پر وخت تر ټاکلي ځای پورې ورسېږي، بلکې د سيمې د اوسيدونکو په تګ راتګ او د ناروغانو په لېږد هم ډير ګټور دی.
فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس محمد عبدالحي «سباوون» بيا وويل؛ چې د پشترود او خاکسفيد ولسواليو ياد نښلونکی سړک تير څو کاله وړاندې په غير معياري بڼه سره جوړ او له بده مرغه ژر له کاره لوېدلی دی، خو په وينا يې: ياد سړک د بيا ځل لپاره د ا.ا.ا د عاليقدر امیرالمؤمنین «حفظه الله» له لوري د ځانګړې کمېټې او ولايت مقام په همکارې او رهبري جوړېږي. ښاغلي «سباوون» همدارنګه زياته کړه، چې په فراه ولایت کې د ويجاړو سړکونو د بيارغونې لړۍ د دې ولايت تر نورو ولسواليو پورې هم غځېږي.
بل خوا د سيمې اوسيدونکي بيا د ياد سړک په بيارغونه د خوښې ترڅنګ وايې؛ چې تر دې وړاندې به یې د دغه سړک د ويجاړتيا له کبله ناروغان او کرنيز محصولات پر وخت تر بازاره نه رسيدل او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *