مقالی اوتبصرې

د امریکایي یرغل له پيل وروسته د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د لومړنۍ اعلامیې یوه برخه

په داخل او خارج کې ټول مسلمانان باید په دې پوه شي چې د جهاد په مقدسه لاره کې مرګ، مرګ نه دی.
بلکې د یوه ابدي خوشاله ژوند پیل دی.مسلمانان باید په دې لاره کې ستړي نه شي. حوصله له لاسه ورنه کړي. له صبر، استقامت او غیرت څخه کار واخلي.ځکه چې مسلمانان باید په دې عقیده ولري چې مرګ یو مرګ دی او هېڅوک له مرګ نه شي خلاصېدلی، نو د شهادت مرګ چې چا ته ورسېږي دا باید یو ستر افتخار، کامیابي او د الله تعالی لوی نعمت وبولي.
د امریکا د جمهور ريیس بوش دا خبره حقیقت لري چې دا جګړه د مسلمانانو پر ضد صلیبي جګړه ده،نو باید د نړۍ په هر ګوټ کې مسلمانان د خپلې دفاع لپاره اسلامي او شرعي فعالیت ته دوام ورکړي. جهاد که په توره وي، که په ژبه او که په قلم اوس د نړۍ په ټولو مسلمانانو فرض دی. باید دا مقدسه فریضه اداء کړئ. زه امید لرم چې د افغانستان اسلامي امارت به د الله تعالی په نصرت او د نړۍ د مظلومو او بادرده مسلمانانو په مرسته او دعاء د امریکا په ظالم او تیري کوونکي حکومت بری ترلاسه کوي.
ثالث عمر ۲۶۱ مخ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *