مقالی اوتبصرې

د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د يوولسم تلين په مناسبت ځانګړې ګڼه

۲۰۰۱ م کال کې له BBC راډیو سره د مرحوم امیرالمؤمنين تاریخي مرکه

پوښتنه: په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه څه فکر کوئ؟
ځواب: تاسو او د امریکا ګوډاګۍ رادیو ګانو اندېښنې پیدا کړې، مګر په افغانستان کې اوسنی وضعیت په یوه لوی‌ علت پورې تړلی دی، هغه د امریکا تخریب او ویجاړي ده.
پوښتنه: د امریکا د تخریب څخه ستاسو مطلب څه دی؟ ایا تاسو یو پلان لرئ چې پیاده یې کړئ؟
ځواب: پلان پر مخ روان دی، که د الله تعالی خوښه وه دا پلان به عملي شي، مګر دا یو ډیر غټ کار دی، د انسان تر وس او فهم لوړ دی، که دالله ج مرسته له موږ سره وه، نو دا به په نژدې وخت کې ترسره شي.
دا خبره تاسو په فکر کې ونیسئ او یاد یې لرئ.
پوښتنه: اسامه بن لادن خبرداری ورکړی،چې هغه به د امریکا پر ضد له اټومي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو څخه کار واخلي، ایاستاسو ګواښ خو به له دې خبرداري سره تړاو نلري؟
ځواب: دا د وسلو خبره او موضوع نده، موږ دالله ج مرستې ته تمه لرو، اصلي خبره د امریکا د ویجاړۍ ده، ان شاء الله امریکا به مځکې ته را غورځي.
پوښتنه: په تېرو څو ورځو کې تاسو د څو ولایتونو کنترول له لاسه ورکړ، ایا تاسو به له لاسه ورکړې سیمې بیرته ونیسئ؟
ځواب: بلی موږ هیلمن یو چې تاسو به داسی تغيیرات وګورئ لکه څرنګه تبدیلي چې تاسو اوس ولیدله.
پوښتنه: د دومره تیز شاتګ دلیل څه وو؟ ولې ستاسو پوځیانو له ښارونو تېښته وکړه؟ ایا دا لامل وو چې تاسو د امریکا له بمباریو متاثر شوی او که مو پوځیانو له تا سره چل(خیانت) وکړ؟
ځواب: ما تاسو ته وویل، چې دا په هغه لوی کار پسې تړاو لري.
پوښتنه: کولای شي راته ووایاست اوس مهال څو ولایتونه ستاسو تر کنترول لاندې دي؟
ځواب: موږ څلور پنځه ولایته په کنترول کې لرو، مګر دا مهمه نده چې څومره ولایتونه زموږ په واک کې دي، یو وخت داسې‌ و چې موږ یو ولایت هم نه درلود او بیا داسې وخت راغی چې موږ ټول ولایتونه په لاس کې درلودل، هغه ولایتونه چې بیا مو په یوه اوونۍ کې ټول له لاسه ورکړل، نو د ولایتونو شمېر مهم نه دی.
پوښتنه: څرنګه چې په راتلونکي حکومت کې ستاسو ګډون مخکې لمخکې رد شوی، که چېرې ستاسو یو شمېر کسان د طالبانو په استازيتوب حکومت کې ګدون وکړي، یا ټول طالبان او یا هم منځلارې طالبان، تاسو به له دې پرېکړې سره مخالفت وکړئ؟
ځواب: په طالبانو کې داسې شی وجود نه لري، طالبان ټول منځلارې دي. دلته دوه شیان دي افراط او تفریط موږ تل د منځ لاره نیولې،نو په دې حساب سره موږ ټول منځلارې یو. او منځنۍ لاره تعقیبوو.
ژباړه: احمد الله وثيق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *