مقالی اوتبصرې

مرحوم امیرالمؤمنین د امریکا له یرغل وړاندې خپل ولس ته څه وویل !؟

پر افغانستان د امریکا له یرغل څو ورځې وړاندې اسلامي امت او د افغانستان مېړني ولس ته د عالیقدر امیرالمؤمنین وینا !
محترمو مسلمانانو او د افغانستان غیور ولسه!
په تاریخ کې دا درېیمه امپرطوري ده چې پر موږ تپل کېږي او تحمیلېږي، تاسو ټول په دې خبریاست چې د انګرېزانو څه حق و چې په افغانستان یې حمله وکړه یا یې تعرض کاوه؟ هلته خو اسامه نه و؟ د روسانو څه حق و،چې په افغانستان یې حمله کوله یایې تعرض کاوه یایې اشغالولو؟ هلته خو به اسامه نه وو؟ اوس دا درېیمه امپراطوري ده چې پر موږ تحمیلېږي، تاسو ټول په دې پوه یاست چې دا یوازې د اسامه موضوع نه ده، دا د اسلام سره ضد او عناد دی چې دې خلکو راخیستی دی ، دا صحیح ده چې په امریکا کې دا پېښه شوې ده ، هرسړی په دې یوه دی چې داسې پېښه په داسې منظم ډول پېښه دا د یوه مهاجر او بې وسایلو، بې سرو سامانه سړي په وس پوره نه ده.
دا هېڅ امکان نه لري، دا چې هرڅوک دی او هرڅوک چې یې کوي، دوی ته ښه معلوم دي، پر هغوی دوی لاس نه ږدي، دوی یو وار دا موضوع سرته رسوي چې هلته واقعي مسلمانان او اسلام دی، واقعي د یو دین ږغ ځینې پورته کېږي، دا دوی د خطر زنګ بولي او دغه د خطر زنګ ته دوی متوجه دی، نو تاسې ټول په دې پوه سئ چې د دې بحران څخه وتل یوازې او یوازې پرخپل خدای جل جلاله باندې اعتماد کول،صبر او ثبات دی، یوازینۍ ذریعه د کامیابي دغه شیان دي.
دا چې امریکا کروز توغندي راغورځوي یابه بمبار کوي یا به تعرض کوي، هره خوا يې چې کوي دا زموږ او تاسو په مخکې ده، دا په بې غیرتیا زموږ اوستاسې د سرنه چپېږي، داکه دوی کوي او خدای جل جلاله اراده کړي وه چې داسې به پیښېږي ، دا بیا زموږ له سره نه چپېږي، باید مسلمانان لږ کښته اوپورته وګوري،خپل اسلام ته وګوري، خپل غیرت ته وګوري، باید په دې شیانو باندې وارخطا نسي، که مري که پایي، دا د دې څخه ناعلاجي ده، ځکه چې مړ سي، خپل ایمان او اسلام خوندي کړي، خپل غیرت خوندي کړي، نو تردې بله یوه پاچاهي چېرې ده؟ تر دې بله لویه کامیابي چېرې ده؟ مرګ خو هسې هم هر چاته ګوري، یا نن یا سبا، نو دا به ښه خوند کوي چې پر بې ایمانۍ او بې غیرتۍ مړ شي او که پر اسلام د غیرت کول او د اسلام په ننګه مړ سي، له مرګ څخه د هېچا چاره نسته،خو دغه تشویشونه دې خلک له مغزو وباسي،خپل ثبات دې وکړي، صبر دې وکړي، پرخپل خدای دې اعتماد او اعتقاد وکړي.
نو تاسو فکروکړئ. الله تعالی خو وایي: چې د الله تعالی خبره د اعتماد وړ ده او که د امریکې خبره؟ الله تعالی وایي چې تاسو به لوړ یاست، غالبه به یاست، که تاسې مؤمنان واست، نو ایمان داسې نه دی چې محض سړی ووایي چې زه مسلمان یم او په دې به خلاص سي.
الله تعالی فرمایي: تاسې به کامیاب یاست که تاسې مؤمنان واست، مؤمنان خو دا نه معنی چې بالا بس هیڅ نه سم کولای. بس محض مؤمن هستیم په ((مؤمن هستیم)) خو نه سئ خلاصېدلای، واقعي مؤمن چې ته ځان جوړ کړې،نو بیا به ته خامخا کامیابه وي، دا د خدای جلاله وعده ده او خدای تعالی د خپلې وعدې څخه مخالفت نه کوي.عجیبه ده زه نه وارخطاکېږم او له بې دینانو سره د دین او اسلام مخالفه لاره نه وړم، سره له دې چې قدرت مې هم په خطر کې دی، مشرتوب او چوکۍ مې هم په خطر کې دي، زندګي مې هم په خطر کې ده، ځان هم وژلو ته ورکوم. که زه اوس له کافرانو سره داسې لاره یوسم، چې د اسلام مخالفه لاره وي، جوړ جاړی وي او کار ور سره برابر کړم، خو هر څه به مې پراخه وي، هم به مې پاچاهي او سلطنت برقراروي او هم به زورورې پیسي او جاه وجلال برابروي، لکه د نورو ملکونو د ريیسانو چې برابر دي، دا به ټول برابر وي،زه دې قرباني ته حاضریم، هرڅه ته حاضریم، ځان قربانوم، زه تر هر څه تېر یمه، هم ترسلطنت تېر یم، هم تر قدرت تېر یم، هم تر طاقت تېر یم ، تر هر شي تېریم، د اسلام غیرت کوم، پر اسلام باندې ننګ کوم، پر دې پاک وطن ننګ کوم، یو عام فرد ته به څه د دې ضرورت پیدا سي چې دې بې ننګي کوي او بې غیرتي کوي، چې هېڅ شی یې هم په خطر کې نه دي یوازې به دی یو وخت په جهاد کې حاضرېږي یا به نه حاضرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *