افغانستاناقتصاد او رغونه

د پنجشېر مستوفیت ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

شریعت: د پنجشېر د مستوفیت ادارې تېر ۱۴۰۱ ه ش کال یې څه باندې ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د پنجشېرمستوفي مولوي ګل احمد حنیفي وایي، چې په تېر کال کې یې د پاسپورټونو د وېش، پر عايداتو د ماليې، قراردادونو، ښاروالۍ، پوهنې او لوړو زده کړو او په دې رياست کې د سندونو او ډيپلومونو د وېش له لارې څه باندې ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
حنیفي زیاتوي، په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې د عوايدو اندازه پراخه او د تېرو کلونو په پرتله يې تناسب زيات کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *