بېلابېلې لیکنېلیکنې

د پښتورګو سم کار نه کول

ناروغي یو دم نه پیدا کېږي، مخکې ترې ځينې نښې نښانې یا اعراض او علایم څرګندېږي.
اعراض ناروغ خپله هم محسوسولی شي او علایم د ډاکټر کار دی د خپلې طبي پوهې او مربوطو معایناتو په ذریعه یې معلومولی شي.
هغه څه چې موږ پورې اړه لري، هغه د یوې ناروغۍ د ابتدايي مرحلې حالت دی چې باید پاملرنه ورته وکړو. په دې لړ کې یوه عمده ناروغۍ د پښتورګو ده چې اعراضو ته یې پر وخت د نه پاملرنې له امله پښتورګي په عدم کفایه اخته کېږي؛ یعنې سم کار نه کوي او ان په بشپړه توګه ناکامېږي چې هغه وخت بیا په ډېرو امکاناتو هم موږ خپله د پښتورګو روغتیا بېرته نشو راګرځولی.
د دې لپاره چې د پښتورګو ناروغي مو پرمختللي سټېج ته داخله نشي چې بیا یې درملنه سختېږي، بالاخره پښتورګي مکمل کار پریږدي او پایله یې مړینه ده، نو ځينې نښې نښانې او حالتونه شته چې موږ ته د پښتورګو د ناروغۍ په اړه ښکاره د خطر زنګ دی چې باید پاملرنه ورته وشي او په اړه یې لازم اقدامات وکړو.
۱ــ د تشو متیازو تغیر:
له رنګ او بوی نیولې، د تشو متیازو په فریکوینسي او کېدلړ کې تغیرات؛ د دې نښه ده چې پښتورګي خپله نورمال دنده په سالمه توګه پر مخ نه وړي.
۲ــ کمزوري او ستړتیا:
پښتورګي د ایریتروپویټین په نوم هرمون تولیدوي چې دنده یې د وینې د سرو کرویاتو جوړول دي. کله چې پښتورګي سم کار نه کوي نو د دغه هرمون تولید کمېږي چې بیا د سرو کرویاتو د کمښت له وجې د وینې په جریان او د هیموګلوبین (د سرو حجرو د اوسپنې او پروتین ترکېبي ماده چې دنده یې د بدن انسجاو ته د اکسیجن تهیه کول دي) په اندازه/ دنده اثر کېږي او په کافي مقدار د اکسین د نشتون له وجې په فزیکي او دماغي توګه ستړیا محسوسوو.
نو بناً پرته له څه کار کولو که داسې کمزوري یا ستړیا لرئ، یو لامل یې د پښتورګو دغه حالت دی.
۳ــ نفس تنګي:
ساه اخیستلو کې سختي یا نفس تنګي دوه لوی عوامل لري یو دا چې سږیو کې به اوبه راغونډې شوې وي، بل یې کمخوني چې له کبله یې وجود کې اکیسجن کمېږي. دا دواړه د پښتورګو د سم کار نه کولو له امله دي.
۴ــ وچ او خارښت کوونکی پوستکی:
کله چې پښتورګي په وجود کې د مغذي موادو او منرالونو د توازن په آرام ساتلو کې پاتې راشي نو د پوستکي وچوالی او خارښت د دغه حالت زېږنده ده.
۵ــ د سترګو پړسوب:
د سترګو پړسوب یو له هغو لومړنیو حالتونو څخه دی چې د پښتورګو د روغتیا مخ په ځوړ وضعیت ښيي.
۶ــ د ملا درد:
پښتورګي چې کله د سم کار نه کولو حد ته رسیږي نو له کبله یې په ملا کې داسې غیر معمول درد پیدا کیږي چې له نورو عضلاتي او هډوکینو دردونو سره ښکاره فرق لري.
۷ــ د خولې بدبویي او فلزي خوند:
د پښتورګو یوه دنده د وینې فلټر کول دي. کله چې دغه دنده د ناروغي له امله په درست شکل سرته نه رسي، نو په وینه کې ډېری خراب مواد او زهریات (Toxins) وي چې دا بیا د خولې د بدبويي سبب کېږي، خو دغه بدبویي له هلېټوسیس (د خوسا هګۍ په رقم بدبويي) سره توپیر لري.
بل د خولې فلزي خوند دی، دا ګڼ سببونه لري، خو که له مربوطه تداوي سره بیا هم ورک نشو نو دا بیا د پښتورګو د سم کار نه کولو نښه ده.
۸ــ خوب کې ستونزه یا بې خوبي:
کله چې پښتورګي خپله دنده په نورمال شکل نه ترسره کوي نو زهریله او خراب مواد چې د پښتورګو په ذریعه د امتیازو جریان له لارې، وجود نه بهر وځي، په بدن کې پاتې کېږي. دا بیا د مربوطه مېکانیزم له مخې د خوب راتلل سختوي او بې خوبي منځ ته راوړي.
۹ــ د وینې لوړ فشار:
په تدریجي توګه چې د بدن د وینې رګونه کمزوري او تخریب شي نو په لومړیو کې د پښتورګو حجراتو ته مغذي مواد او اکسیجن په کافي اندازه نه رسیږي چې دا بیا د وینې د لوړ فشار باعث ګرځي، چې بالاخره د سکتې ناڅاپي مړینې لامل هم کېدای شي چې له همدې امله د وینې لوړ فشار ته Silent Killer یعنې خاموش وژونکی وایي.
۱۰ــ پړسیدلي ښنګري، پښې او لاسونه:
د پښتورګو د سم کار نه کولو له وجې د وجود د مایعاتو او مالګې توازن هم خرابېږي، نو د بدن په بېلابېلو برخو کې سودیم او اضافه مایعات راټولېږي چې دا بیا په عمده توګه د لاسونو، پښو او ښنګرو د پړسوب لامل کېږي چې ښه واضح ډډ ښکاري.

ليکنه: ډاکټر زاهد نايل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *