افغانستانروغتیا

د پکتيا د پنځو ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته نوې امکانات برابرشوې

شریعت: پکتيا ولایت کې د ۷۳ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتيا د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولایت کې د USAID په مالي ملاتړ د ۷۳ میلیونو افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
مسؤولین زیاتوي، چې په دغه پروژه کې په مرکز، احمداباد، سيدکرم، احمدخېلو او څمکنيو ولسواليو په روغتیايي مرکزونو کې د ۱۲ تشنابونو جوړول، د ۸۰ تشنابونو بیا رغول، د ۴ څاه ګانو کیندل او د ۱۳۰ څاه ګانو بیا رغول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې پکتیا کې دوه اوونۍ وړاندې هم د ياد رياست له لورې د څښاک اوبو ۷ شبکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې چې پرمټ يې ۲۵۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *