لیکنېمقالی اوتبصرې

د ځوانانو ګډ روژه ماتی او ناندریز بحثونه!

وړمه ورځ په خوست ولايت کې د زرګونو ځوانانو له خوا ګډ روژه ماتی تر سره شو، ظاهراً د دوی شعار دا ؤ چې د يووالي په موخه ګډ روژه ماتی ترسره کوي.
خو بل پلو ته ځينو پخوانيو مدني فعالانو په ياد ګډ روژه ماتي کې د خپلو شومو اهدافو هڅه وکړه، د ياد روژه ماتي له لارې یې يو ځل بيا د نجونو د مکاتبو خلاصولو خبره راپورته کړه او دغه راز ياد روژه ماتي ته يې يو شمېر نجونې هم راغوښتې وې، چې د هغوی په لاس یې خلکو ته د روژه ماتي خواړه ورکول، خپل مجلس يې پرې رنګه کړی ؤ او يادو مدني فعالانو ګډ تصويرونه هم ورسره واخيستل.
د ګډ روژه ماتي په ياد پروګرام کې د نجونو ګډون په ټولنيزو رسنيو کې د هېوادوالو تر منځ ناندرۍ راپورته کړې. اکثره متدينو ځوانانو او مبارزينو د مدني فعالانو دغه عمل وغانده او دا کار یې د خپلو ديني او ملي ارزښتونو خلاف وګاڼه، خو يو شمېر نورو ځوانانو په ډېره بد اخلاقۍ يادو مبارزينو ته بد رد وويل او ان هغوی یې پر جنسي فقر تورن کړل، ځکه د دوی په وينا؛ يادې نجونې کوچنۍ او معصومې دي، هغه حد ته نه دي رسېدلې چې تاسې یې د ګډون مخالفت وکړئ.
خو راځئ په سړو مغزو فکر وکړو، چې د ځوانانو په ګډ روژه ماتي کې د نجونو ګډون ښه عمل ؤ، که بد او ايا زموږ له ديني او ملي ارزښتونو سره مناسب ؤ، که نه!؟
نو حقيقت دا دی، چې ياد پروګرام «د ځوانانو ګډ روژه ماتي» تر نامه لاندې جوړ شوی ؤ، نو اول خو دا چې په ياد روژه ماتي کې مطلق د ښځينه ذات ګډون هيڅ معقول او مناسب نه دی، ځکه دا د ښځينه ؤ روژه ماتی نه ؤ.
بيا که دوی وایي چې يادې نجونې خو تر اوسه د بلوغ عمر ته نه وې رسېدلې، نو چې د بلوغ عمر ته نه وي رسېدلې، بيا یې له روژه ماتي سره څه!؟
يعنې د ځوانانو د ګډ روژه ماتي په پروګرام کې د يادو نجونو ګډون هيڅکله نه ؤ مناسب، لومړی خو دا چې روژه ماتی د نارينه وو ؤ، دوهم دا چې یادې نجونې خو لا د بلوغ عمر ته نه وې رسېدلې، نو بيا یې له روژه ماتي سره څه؟ روژه ماتی خو د هغو خلکو کار دی، چې روژه پرې فرض وي. بيا له مدني فعالانو سره تصويرونو اخيستلو ته یې څه ضرورت او د دوی په لاس ځوانانو ته د خوړو ورکولو څه ضرورت؟
البته؛ يادې نجونې خو دومره وړې هم نه وې، چې بيخي حساب پرې ونه شي، ځکه که د بلوغ حد ته نه وې رسېدلې، نو د مراهقت حد ته خو رسېدلې وې. په تصويرونو کې ښکاري، چې د قد له مخې نه وې کوچنۍ، خو عمرونه یې کم وو، تقريباً د يادو مدني فعالانو تر اوږو پورې وې.
نو پايله دا، چې په غونډو کې د استقبال او تزين لپاره د نجونو راوستل او له هغوی سره تصويرونه اخيستل سراسر زموږ د ديني او ملي ارزښتونو خلاف کار دی.
عجيبه خو دا ده، چې دغه ډول خلک يو خوا د ښځو د حقوقو نارې وهي او بل خوا له ښځو څخه د تزين، تجارت او ساتيري استفاده کوي. دوی د ښځو هغه دروند او عزتمند مقام ګواښي او په مختلفو نومونو د هغوی عزت ليلاموي.
وواياست، هغوی سره د ښځو د حقوقو او عزت خبره مناسبه ده، چې وايي د ښځو حيا او حيثيت دې خوندي پاتې شي او که هغوی چې له نجونو او ښځو څخه په استقبال، تزين، تجارتي کمپاينونو او بالآخره خپلو نفسي خواهشاتو کې استفاده کوي او هڅه يې دا وي، چې په یو ډول نجونې او ښځې له کورونو راوباسي او خپلې سترګې پرې يخې کړي.
که موږ د دوی په شان له جنسي فقر سره مخ وای، خو بايد موږ د ياد کار ملاتړ کړی وای، خو نه!، خبره برعکس ده، هغوی یې له کوره را ايستلو او تصويرونو اخيستلو ته بهانې لټوي او موږ یې حجاب، حيا او عزت ته تشويقوو.
ټولنيزو رسنيو کې هغه ځوانان هم وګورئ چې په ياد پروګرام کې د نجونو د ګډون مخالفت کوي او د هغو ځوانانو دينداري هم وګورئ چې د نجونو د راوتلو او ځوانانو سره یې د اختلاط ملاتړ کوي. درته معلومه به شي، چې آیا دوی رښتيا دومره پاک زړي دي، چې د يادو نجونو له امله موږ پر جنسي فقر تورنوي؟ بلکې اصلي فقيران همدوی دي، چې د نجونو او ښځو د راوتلو ارمانجن دي.
اصلاً دا د تېر رژيم رواج ؤ، چې په مختلفو نومونو به یې نجونې او ښځې له کورونو را ايستلې او د خپلو موخو لپاره یې ترې کار اخيست، نو دا ځل هم هماغو مدني فعالانو د خپل رواج له مخې د «روژه ماتي» مقدس نوم څخه استفاده وکړه.
ټاکل شوې وه، چې پکتيا کې هم هماغه شان ګډ روژه ماتی تر سره شي، خو د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست د مشرانو په حکم وار دمخه ګډ روژه ماتی لغو اعلان کړ او ويې ويل چې ياد خواړه به پر بې وزله هېوادوالو تقسيم کړي.
خو بندول یې حل لاره نه ده، بلکې د ګډ روژه ماتي دايرول هم يو مثبت کار دی، البته اصلاحات دې پکې رامنځته کړي. مثلاً د نجونو راوستل دې منع کړي او پر ځای دې ياد روژه ماتي ته علماء او داعيان دعوت کړي، تر څو له ياد فرصت څخه د يووالي تر څنګ د دعوت په ډګر کې هم ښه استفاده وشي او خپل پيغام تر خلکو ورسول شي. نو په دې توګه به د چا تر درواغجنو نيوکو لاندې هم نه راځو او د هغوی دسيسه به مو هم بيرته پر خپله ګټه راڅرخولې وي.

سعيد غلجی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *