سرمقالې

له خپلواکۍ وروسته زموږ لویه نیمګړتیا

افغان ولس په جګړه کې زښته ډېره مېړانه او شجاعت لري، همدا وجه ده،چې که د هر څومره ځواکمن يرغلګر تر اشغال لاندې راشي،نو په لږه موده کې ځان ترې خلاصولی شي. خو بل لور ته بیا په کور د ننه همېشه له يو داسې دښمن سره مخ دی،چې هم د دنیا او آخرت خواري ده او هم يې په دنيا کې په تکراري ډول له ګڼو ستونزو سره مخ کولی شي.
زموږ دا نیمګړتیا ناپوهي او د علمي کچې ټيټوالی دی، دا سره له دې چې ښايي موږ د هېواد په ګوټ ګوټ زرګونه جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او سلګونه پوهنځي او جامعات هم لرو خو بیا خپله د همدې مراکزو علمي سويه مو تر دې کچې کمزورې ده چې د مدرسې وال مو د خپلې مدرسې لوحه سمه نه شي لیکلی او د زياترو مکتبیانو مو خپل لمونځ او قرآن سم نه وي زده له خانقاوو مو د ځينو صوفيانو داسې ويناوې خپرېږي،چې نورو مسلمانو علماؤ ته مو شرمنده کړي، د مدرسو فارغان او فاضلان مو زياتره نه قرآن سم لوستلی شي او نه په عربي دوه خبرې لیکلی او ويلی شي، انجنيران، ډاکټران، نظاميان او صنعتکاران مو همداسې در واخله،ځکه خو موږ له دې پلوه خورا سختو ستونزو سره مخ یو، که څه هم د اسلامي امارت مشران دا ګردې ستونزې او نيمګړتياوې ويني، ښه يې ورته پام دی او د له منځه وړو لپاره يې ټول سخت ارمانجن دي،خو مطلب مو دا دی،چې دا هدف ترلاسه کول يو عمومي اشر غواړي. په دې مانا،چې باید د حکومت ټولې ادارې خپلو اړوندو څانګو او ټول چارواکي تر خپله وسه ډېر فکر وکړي، نوښتونه او داسې اقدامات وکړي،چې زموږ دا مسلمان پاک زړی او مجاهد ملت له دغو ورپېښو ستونزو ژر تر ژره راووځي.
په دې لړ کې ټول افغان ملت مکلف دی هغه که حکومت دی او که رعیت باید د خپل احساس له مخې د خپل کړېدلي او ځورېدلی ولس د علمي، ثقافتي او مسلکي کچې د لوړوالي لپاره خپلې هڅې ونه سپموي. مثلاً د ماهرو او تکړه ديني شيوخو له خوا د تخصص لنډمهالې دورې، د ښځينه وو لپاره ټول ديني ضروري نصاب ټاکل،خو د رخصتۍ په حذفولو او په لږه موده کې پای ته رسول. همداسې په روغتيايي برخه کې او نور ټول ضروري فنون او مسلکونه بايد ښه په جدي توګه تعقيب شي،تر څو موږ د پرمختګ پر لاره داسې ګړندي ګامونه واخلو چې په لږه موده کې هم د خپلو ديني معلوماتو او معارفو په باب ښه پياوړي او ماهر نامتو علماء ولرو هم ښه ماهر طبيبان، انجنيران، نظاميان او په هره برخه کې بې ساري مخترعين.
راځئ د خپلې دغې نيمګړتيا د پوره کولو لپاره په اخلاص يو بل ته لاسونه ورکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *