افغانستان

د کابل ښار ميرويس ميدان سيمه کې سوداګريزه ودانۍ جوړېږي

د مالیې وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د یوې سترې او معیاري سوداګریزې ودانۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړی، چې په دوه جریبه ځمکه کې به جوړه شي.په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړو مسولینو شتون درلود.په دې سوداګریز مارکېټ کې به د یاد خصوصي شرکت له لوري د ۴،۵ میلیونه ډالرو پانګوني سره، په ۱۲ پوړونو کې ۳۰۰ سوداګریز دوکانونه ورغول شي، چې ورسره به سلګونو کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شي.دغه سوداګریز مرکز به د دریو کلونو په موده کې ورغول شي، چې له درکه به یې په کال کې ۳۸ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته راټول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *