افغانستان

مولوي عبدالسلام حنفي:پانګوالو او اصنافو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کوو

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د صرافانو ټولنې له رييس او غړو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د یادې ټولنې مسوولینو د صرافانو او پانګه والو د ځاني او مالي امنيت په تأمين خوښوي وښوده او د هېواد د اقتصادي وضعيت په اړه يې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته مالومات ورکړل.هغوی زياته کړه، چې د هېواد صرافانو د يو صنف په توګه د سوداګرۍ، پانګونې او پيسو لېږد په برخو کې اغېزناک رول لوبولی او هېوادوالو ته يې اسانتياوې رامنځته کړې دي. د صرافانو ټولنې غړو د اسلامي امارت … 3مخ

له لوري په مختلفو په ځانګړي ډول سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د لازمو اسانتياوو په برابرولو خوښي وښوده او همداراز صرافانو ته د مالیاتو د تادياتو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو ته يې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت ټولو سوداګرو، پانګه والو او اصنافو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت پخپلو ټولو امکاناتو پانګه والو او اصنافو ته په مختلفو برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هڅه کوي او له هغوی يې وغوښتل ترڅو د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *