افغانستان

د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه جوړېږي

د تخنیکي او مسلکي ادارې د حرفوي پروګرامونو د سمون رئیس مولوي عبدالودود هوتک د کندهار

د تخنیکي او مسلکي ادارې د حرفوي پروګرامونو د سمون رئیس مولوي عبدالودود هوتک د کندهار له مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي عبدالودود هوتک وویل، چې کندهار ته یې د سفر موخه په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د کارونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ترلاسه کول، د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د مسلکي او تخنیکي زده کړو د مرکزونو جوړول، د موسساتو جلبول او د کندهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو
آمریت سره د اړینو توکو مرسته کول دي.
نوموړي دې برخه کې د کندهار له مرستیال والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته په نظامي او ملکي برخه کې د یادې ادارې خدمتونه وستایل او د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د مسلکي او تخنیکي زده کړو مرکزونو په جوړولو او نور برخو کې یې د مرستې ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *