افغانستاناقتصاد او رغونه

د ګردېز بالاحصار په ګډون یو لړ ابدې رغول کېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د پکتیا بالاحصار د وضعیت ارزونې او بالاحصار اړوند د غصب شوې ځمکې راګرځولو په موخه دې ولایت ته سفر کړی. نوموړي د بالاحصار د لیدنې پر مهال ویلي، چې په ۱۴۰۲ کال کې يې د دې تاریخي کلا رغول او ترمیم لومړیتوب دی. د عزیزي په وینا؛ د تاریخي ابداتو د ساتنې لپاره د ۰۱۲ په نوم د یوې قطعې جوړولو تشکیلات بشپړ شوي او د یوه کال په جریان کې سلګونه کسان د تاریخي ابداتو د ساتنې په موخه په دندو ګمارل شوي دي. نوموړي ویلي، اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، څه اسانتیاوې او بودجه چې په خپل واک کې لري د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي ابدو او سیمو په بیارغونه کې ولګول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *