دینې لیکنېلیکنې

روژه د برکتونو میاشت !

د روژې میاشتي برکتونه:
دریم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي پدې مياشتې کي د جنتونو دروازې خلاصيږي او د دوزخونو دروازې تړل کيږي لکه ابوهريره رضي الله عنه چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي: إذا جاء رمضان فُتّحت أبواب الجنة وغُلّقت أبواب النار.[صحيح مسلم 2547] ژباړه: کله چي د روژې مياشت راسي نو د جنت دروازې خلاصي سي او د دوزخ دروازې بندي سي.
د جنت د دروازو خلاصېدل او د دوزخ د دروازو تړل کېدل کنایه ددې څخه ده چي د الله پاک د رحمتونو دروازې به خلاصیږي او د غضب دروازې به یې تړل کیږي، پر مؤمن باندي به ډېر ژر د الله پاک رحمتونه کیږي او عبادات به یې ډیر ژر د الله تعالي په دربار کي د قبولیت درجې ته رسیږي چي په نتیجه کي به جنت ته داخلیږي او د دوزخ څخه به نجات پیدا کوي.
فایده: دا د مسلمانانو لپاره یو فرصت دی چي څوک یې په ارزښت پوه سي ارومرو ګټه ورڅخه پورته کوي او په ټول کال کي بیا داسي فرصت د مسلمانانو په لاس نه ورځي نو باید کوښښ وکړو چي ځانونه د جنت دروازو ته برابر کړو.
دوام لري…

مولوي نورالحق مظهري / دویمه برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *