افغانستان

زابل کې پر ۷ تنو مجرمینو تعزیرات جاري شول

زابل ولایت کې پرون پر یو شمېر مجرمینو باندې تعزیرات جاري شول.

زابل ولایت کې پرون پر یو شمېر مجرمینو باندې تعزیرات جاري شول.

یاد تعزیرات پرون په داسې حال کې د شیخ متي لیسې په انګړ کې جاري شول چې پر مهال یې د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، امنیه قومندان قاري صلاح الدین ایوبي، د محکمې مسؤلینو، علماء کرامو او زرګونو عامو خلکو حضور درلود.

په دغو کسانو کې یو تن، چې موټر سایکل یې غلا کړی و ۲۰ دُرې ووهل شو او ۳ میاشتې بند په سزا محکوم شو، یوه ښځه چې د نامشروع اړیکو اقرار يې کړی و ۳۹ دُرې ووهل شوه او په ۳ کاله بند محکومه شوه، یوه بله منکوحه ښځه له کور څخه د تښتېدنې په جرم ۲۰ دُرې ووهل شوه او د یوه کال بند په سزا محکومه شوه، یو بل کس د لواطت په جرم ۳۰ دُرې  ووهل شو او په ۲ کاله بند محکوم شو، یو تن د نامشروع اړیکو په تور ۱۰ دُرې ووهل شو او د یوې میاشتې بند په سزا محکوم شو او بل کس هم د نامشروع اړیکو په تور ۳۹ درې ووهل شو او د ۳ کاله بند په سزا محکوم شول.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت محکمې تر دې وړاندې په لوګر او پروان ولایتونو کې هم په یو شمېر کسانو تعزیري سزاګانې عملي شوې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *