اقتصاد او رغونه

ننګرهار کې د خرماوو حاصل درې برابره زیات شوی دی

د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار کانال سیمه کې د خرماوو ترویج په پار د خرماوو ۴۰ جریبه بڼونه جوړ شوي، چې تر درې کالو پرله پسې حاصل ورکونې وروسته یې حاصلات په زیاتېدو دي.

د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار کانال سیمه کې د خرماوو ترویج په پار د خرماوو ۴۰ جریبه بڼونه جوړ شوي، چې تر درې کالو پرله پسې حاصل ورکونې وروسته یې حاصلات په زیاتېدو دي.

د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وایي، چې د تېرکال په پرتله روان کال د خرماوو حاصلات درې چنده زیات شوي دي.

 هغه وویل: «د ننګرهار کانال د ځمکو په څه باندې ۴۰ جریبه کې د خرماوو بڼونه جوړ شوي دي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته نږدې ۲۵ جریبه نور بڼونه هم جوړشول، چې شپږ ډوله خرما په کې شتون لري.»

هغه له مرستندویو بنسټونو غواړي، چې د هغو توکو او وسایلو  په برخه کې، چې په افغانستان کې شتون نه لري له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.

د ننګرهار کانال د خرماوو بڼ مسوول عبدالقیوم اطرافي وايي، چې خرما په ننګرهار کې ښې پایلې ورکوي. هغه وویل: «خرما هغه نبات دی، چې په شګمنو ځمکو کې ښه وده کوي او له خصوصي سکټور او بزګرانو غواړو چې پر خرما کار وکړي او تر دې دمه له دې بڼ څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته تکثیر شوي دي.»

دغه بڼ په ۲۰۰۹کال کې متحدو عربي اماراتو په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ کړی، چې په کې د خرماوو دوه زره او ۷۰۰ونې اېښودل شوي او ۱۳ کاله ترې تېرېږي او څلور کاله کېږي، چې په حاصل راغلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال هم د ننګرهار کانال د خرماوو له بڼ څخه نږدې یومیلیون او ۶۰۰ زره افغانۍ عواید راټول شوی دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *