افغانستان

زرګونو هېوادوالو د مرحوم امیرالمؤمنین (رح) له زیارته لیدنه کړې

د زابل سیوري ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له ګوټ – ګوټ څخه زرګونو هېوادوالو د اسلامي امارت د بنسټګر مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رح) له زیارت څخه لیدنه کړې ده.
د سیوري ولسوال ملا عبدالغفار نظیف باختر آژانس خبریال ته وویل، دوی د اختر په مناسبت ځانګړي امنیتي او د ښه راغلاست چمتووالی نیولی وو، او په دې شپو ورځو کې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکو د مرحوم امیرالمؤمینین ملا محمد عمر مجاهد (رح) له زیارت څخه لیدنه کړې ده.
له یو شمېر ولایتونو څخه راغلیو زیارت کوونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې دا یې د ژوند لوی هدف و، چې د مرحوم امیرالمؤمینین ملا محمد عمر مجاهد (رح) مزار ووینې او زیارت یې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *