افغانستان

زلزله ځپلو ته نورې آسانتياوې برابرېږي

شریعت: د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې له مسوول فرید ضیاء سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
افغاني سرې میاشتې ادراې پرون خبر ورکړ، چې په دغه کتنه کې د خوست ولایت زلزله ځپلو کورنیو ته د ۶۵ کورونو د جوړښت پر چارو، یادو کورونو ته د هستوګنې د توکو پر چمتوکولو، په زلزله ځپلو سیمو کې د پاکو اوبو د سیستمونو پر چمتو کولو خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په یاده کتنه کې دغه راز په ۵ مرستونونو کې پر ترمیماتي چارو او ښوونځیو ته د قرطاسیې د ۱۰۰۰ بستو پر وېش هم خبرې وشوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *