افغانستان

یو‌این‌ایچ‌سي‌ار:افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکوو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیاله چې پرون کابل ته راغلې وه ویلي، په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او هم له اسلامي امارت سره د دوی په ادارو کې د ښځو د کار کولو په اړه خبرې کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې جیلین ترګس ویلي، دغه سازمان له څو لسیزو راهيسې په افغانستان کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي او په دغه هېواد کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. یادې مرستیالې ویلي، په دغه ماموریت کې به دوی د افغانستان اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو سازمان په دفترونو کې د ښځو او نارینه‌وو د کار کولو په اړه هم خبرې وکړي.هغې داسې مهال کابل ته داسې سفر کوي چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۷ میلیونه افغانان کډوال دي چې لویه برخه یې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *