افغانستان

پکتيا کې د کرومايټ ډبرو کان استخراجېږي

د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ مکاوې په سيمه کې د کرومايټ ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې.
د دغه کان د استخراج چارو د پيل په مراسمو پرمهال د دې ولايت کانونو او پټرولیم رئيس مولوي محمد حنيف نصرت وويل، چې ياد کان استخراج چارې RGM شرکت ته د پنځو کالونو لپاره په قرارداد ورکړل شوې دي چې هر ټن څخه به ۱۰ زره ۵۸۵ افغانۍ ترلاسه شي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه کان څخه به په لومړي کال کې کابو ۱۰ زره ټنه کرومايټ ډبرې استخراج شي، چې راتلوونکې پنځو کالونو کې به دغه کچه نوره هم لوړه شي.
د هغه په وينا د دغه .کان استخراج چارو پيل سره سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
په ورته وخت کې د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين وویل، چې په دغه ولايت کې د غير قانوني کان کيندنې او ګران بيه ډبرو د قاچاق مخه نيول شوې. نوموړي زياته کړه، چې دغه کان استخراج سره به په د ولايت په کچه عوايدو کې زياتوالی راشي.
ورته مهال د RGM شرکت مسوللين ډاډ ورکوي چې د دغه کان استخراج چارې به د طرزالعمل مطابق په پوره شفافيت او روڼتيا سره ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *